1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسه پر طالبانو د بنديزونو ليرل کول ارزوي»

۱۴۰۳ تیر ۱۲, سه‌شنبه

په ملگرو ملتونو کي د روسیې سفیر واسیلي نیبنزیا، ويلي دي چي مسکو پر طالبانو باندي د بندیزونو ليري کولو د ارزوني په حال کي دی. د طالبانو اداره تر اوسه يوه هیواد هم په رسمیت نه ده پیژندلې.

https://p.dw.com/p/4hlSK
USA New York | UN-Vollversammlung | Wassili Nebensja
انځور: Timothy A. Clary/AFP/Getty Images

په ملګرو ملتونو کي د روسيې  سفير واسيلي نیبنزیا، د دوشنبې په ورځ وویل چي طالبان «بالفعل» په افغانستان  کي واک په لاس کي لري. هغوی به متوقف نسي «او موږ مدام وایو چي دغه حقیقت بايد و پيژنو(...) دا بې تفاوته ده چي موږ یې غواړو که نه، دغه تحریک اوس پر افغانستان حکومت کوي.» سړی نسي کولای دا حقیقت له پامه وغورځوي.

نيبنزيا زياته کړه: دا چي روسیه د بندیزونو په لیري کولو کي تر کومه حده مخته تللې «زه نه سم کولای تاسو ته يې په هکله دقیق جواب درکړم، خو د هغه په اړه مي بحثونه اورېدلي دي.» هغه، په دې هکله نور جزیات ور نه کړل.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په دوبي کي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یو وار بیا په افغانستان کی واک ترلاسه او اسلامي امارت یې اعلان کړ. د هغوی اداره تر اوسه پوري د نړۍ يوه هیواد او یا سازمان په رسمیت نه ده پېژندلې. دغه هیواد د نړیوالو له خوا منزوي او بندیزونه ورباندي وضع سوي دي.

په دوحه کي د افغانستان په هکله غونډه کي د ملگرو ملتونو یوې استازې وویل چي له طالبانو وغوښتل سول ترڅو ښځي د عمومي ژوندانه په ټولو برخو کي شاملي کړي.

په دوحه کي د یکشنبې په ورځ د راتلونکي گډ کار په هکله د طالبانو  ادارې او ملگرو ملتونو د استازو ترمنځ دوې ورځنۍ غونډه جوړه سوې وه. په دغه غونډه کي د مدني ټولنو استازو ته بلنه نه ول ورکړل سوې او په پلان کي ده چي نن د سې شنبې په ورځ د ملگرو ملتو له استازو سره وگوري.

دغه دوه ورځنۍ غونډه چي قطر یې کوربه توب کړی، د یوه کال په ترڅ کي په خپل ډول کي دریمه غونډه ده. خو بیا هم دا اول ځل وو چي د طالبانو استازو پکښي گډون درلود.

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

     GP/NZ/AG