1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیه څرنگه طالبانو ته ځان نیژدې کوي؟

۱۴۰۳ خرداد ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو یو هیئت د سنت پیترزبورگ په اقتصادي فوروم کي برخه اخلي. مخکي له دې روسي چارواکو وړاندیز کړی وو چي دغه ډله د ترهگرو سازمانونو له نوملړ څخه لیري کړي. دا کار بیلابیل دلایل لري.

https://p.dw.com/p/4gjW1
Russland Kazan | Gespräche Russland und Afghanistan
انځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

په ۲۰۲۲م کال کي د سنت پیترزبورگ په اقتصادي فوروم کي له افغانستان څخه د طالبانو د هیئت لومړی گډون هم د روسیې په دننه او هم بهر کي سخت غبرگونونه راوپارول. دوه کاله وروسته دادی بیا د طالبانو یو هیئت نوموړي فوروم ته چي د جون له پنځمی څخه تر اتمې می پوري دوام لري سفر کړی. دا خبره ښايي دومره د پاملرني وړ نه وای گرځیدلې، که مخکي له هغې د عدلیې او خارجه وزیرانو، ولسمشر پوتین ته دا مشوره نه وای ورکړې چی طالبان دي د ترهگرو سازمانونو له نوملړ څخه لیري کړي.

ولسمشر پوتین په مستقیم ډول په دې هکله څه نه دي ویلي خو څرگنده کړې یې ده چی دا مهمه ده له طالبانو او همدارنگه په افغانستان کي له «اوسني حکومت» سره خپلي «اړیکي» پیاوړي کړي.

دا په څه معنی ده؟ له افراطيت سره د مبارزې پروژې نړيوال سازمان (CEP) د منځني ختيځ کارپوه، هانس- یاکوب شیندلر، ویلي دي چي که څه هم هغه د روسیې په بهرنیو چارو وزارت کي د دغي داخلي پروسې په هکله نه پوهیږي، خو د دې اټکل کیدای سي چي روسیه د دغه وړاندیز په بدل کي له طالبانو هم د «متقابله څه په تمه» ده.

د طالبانو له پاره یو سوغات؟

کارپوهان په دې باور دي چي د ترهگرو سازمانونو له لیست څخه تر لیري کولو وروسته به دوهم گام ښايي په افغانستان کي د یوه مشروع دولت په توگه د طالبانو په رسمیت پیژندل وي.

د روسیې  او طالبانو ترمنځ غیر رسمي اړیکي له ۲۰۱۵م کال راهیسي تر څارني لاندي دي. داسي انگیرنې هم سته چي گواکي روسیې، طالبانو ته وسلې استولي دي. دواړو خواوو رسمي اړیکي د ۲۰۲۲ م کال له مارچ مياشتي راهیسي پیل کړي دي. شپږ میاشتي مخکي له هغه، د ۲۰۲۱م کال په اگست مياشت کي، طالبانو په افغانستان کي واک ترلاسه کړ، پرته له دې چی له کوم ستر مقاومت سره مخامخ سي. د لویدیځو هیوادونو پوځي قطعات او استازي چی تر اوسه یې له پخواني حکومته ملاتړ کاوه او شل کاله یې په افغانستان کي حضور درلود، په بیړه سره دغه هیواد پریښود.

طالبانو په افغانستان کي له ۱۹۹۶م څڅه تر ۲۰۰۱م کال پوري هم حکومت کړی وو. دوې لسیزي وروسته یو وار بیا واک ته د هغوی رسیدل، د شریعت بیرته ستنیدل او پر ډیریو اساسي حقونو په تیره بیا د ښځو او نجونو پر حقونو باندي د محدویتونو په معنی دی. له هغه راهیسي هیڅ کوم هیواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او په روسیې کي دغه ډله له ۲۰۰۳م کال راهیسي د ممنوعه سازمانونو په نوملړ کي شامله ده.

USA New York | UN-Sicherheitsrat
په نیویارک د ملگرو ملتو د امنیت شورا غونډهانځور: Ed Jones/AFP/Getty Images

خو د طالبانو د رژیم پر وړاندي نړیواله جبهه د ماتیدو په حال کي ده. د لومړني هیواد په توگه روسیې او وروسته د هغه گاونډي هیواد قزاقستان د جون پر دریمه اعلان وکړ چي طالبان يې د ترهگرو سازمانونو له نوملړ څخه لیري کړي دي.

آیا اوس به کریملن د سنت پیترزبورگ په اقتصادي فوروم کي هم دغه اعلان وکړي چي طالبان نور په روسیه کي د یوه ترهگري سازمان په توگه نه درجه بندي کیږي؟ کارپوهان د دې کار امکان ویني. هانس- یاکوب شیندلر په دې باور دی چي «کریملن اوس په یوه دوه لاره کي قرار لري: له یوې خوا د دغه ډول اقدام اعلانول یو «غیرمناسب حرکت» دی او له بلې خوا سړی نه سي کولای له یوې داسي ډلې سره چي لا په رسمي ډول د ترهگرو سازمانونو په ملی نوملړ کي شامله ده، ستر اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي.»

د کابل او کریملن ترمنځ لازیات تجارت

شیندلر، د روسیې او طالبانو ترمنځ د اړیکو نیژدې کیدلو ته په تیره بیا د روسیې له پاره له احتمالي خطرونو سره د یوه سیاسي گام په توگه ویني.

د هغه په خبره: «تر هغه وخته چي په نیویارک کي د ملگرو ملتونو امنیت شورا، د تحریمونو په نوملړ کي د طالبانو شاملیدو ته ادامه ورکړي، نو دا چي طالبان اوس د روسیې د ملي ترهگرۍ له نوملړ څخه لیري کیږي او که نه، دومره مهمه خبره نه ده. دا ځکه چي دغه نوملړ د روسیې له پاره« قانوني پابندي ده.»

له پرانیستو سرچینو څخه د دویچه ویله د معلوماتو له مخی، روسیې د ملگرو ملتو له تحریمونو څخه د نه سرغړوني له پاره، د طالبانو هغه استازي چي  شخصاً د نړیوالو بندیزونو سره مخامخ نه دي، سنت پیترزبورگ ته دعوت کړي دي. 

د کارپوهانو په نظر له ممنوعه نوملړ څخه د طالبانو حذف کول به په حقیقت کي کوم بدلون رانه ولي. د شیندلر په خبره، خو دا کار به د دې سبب سي چی راتلونکي اړیکي پیاوړي کړي. د روسي منابعو په حواله یوازي تیر کال، د دغو هیوادونو ترمنځ د خرڅلاو حُجم پنځه برابره لوړ سوی او تر یو میلیارد ډالرو اوښتی دی. په دې ډول د «یو میلیارد ډالرو عايد د افغانستان د اقتصاد له پاره بیخي ډیر دی، خو د روسیې د اقتصاد له پاره دومره مهم نه دی.»

توماس روټیگ وايي چي طالبانو   ته نیژدې کیدل هم د روسیې او هم د چین له پاره د بهرنۍ تگلاري څرگندونه ده: د لویدیځ ايتلاف تر وتلو وروسته، هغوی غوښتل طالبان د لویدیځ ضد دولتونو په ټولنه کي شامل کړي. مسکو او پیکنگ هڅه کوله چي پاته سوې تشه ډکه کړي. 

د هانس - یاکوب شیندلر، په خبره دا کار اقتصادي دلایل هم لري. هغه پر داسي انگیرنو ولاړ وه چي «د افغانستان په خاوره کي د ستراتیژیکو اومو موادو مجموعه سته او کله چي افغانستان آرام سي او کافي زیربناوي جوړي سي، سړی کولای سي په اوږدمهاله ډول له هغوی څخه استفاده وکړي.»

توماس روټیگ زیاتوي: افغانستان د روسیې د خارجي سیاست اولویت نه دی، خو مسکو په هغه ځای کي د یوه زیربنايي مرکز جوړولو ته لیوال دی.

طالبان د ترهگرۍ په وړاندي د متحدینو په توگه

د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۲۲مه د مسکو د کنسرت په تالار  کي ترهگري  برید چی مسوولیت یې د داعش خراسان څانګي (ISPK) پر غاړه واخیست، هم په دې کار کي نقش لري. د شیندلر، په خبره د روسیې مشرتابه باید دا معلومه کړې وای چي د داعش دغه څانگه یو واربیا له افغانستانه د نورو هیوادونو له پاره د ترهگرۍ گواښ بلل کیږي. روتیگ وویل چي دې کار په کابل کې له اوسني رژیم سره د نیژدو اړیکو له پاره د مسکو "طبیعي علاقه" زیاته کړې ده.

Russland Moskau 2024 | Schusswaffenangriff Konzertsaal Crocus City Hall
ر ۲۰۲۴ کال په مارچ کی د مسکو د کنسرت په تالار کي ترهگري بریدانځور: Maxim Shemetov/REUTERS

 خو بیا هم دواړه کارپوهان بیلابیل اټکلونه کوي چي طالبان به تر کومه ځایه د ترهگر گواښونو د مخنیوي په برخه کي له مسکو سره مرسته وکولای سي. روټیگ ټینگار کوي چي طالبان له داعش سره د مبارزې په برخه کي هر څه ته تیار دي.

شیندلر په دې نظر دی چي مسکو«په لویدیځ کي د ډیریو له خوا د هغه غلط تصور» پر وړاندي ولاړ دی چي طالبان د داعش د خراسان ډله ردوي. دا خبره سمه نه ده: اول دا چي د خراسان څانګي ډېر غړي له پخوانیو طالبانو څخه دي او دوهم دا چي ډېر طالبان له ایدیالوژیکي پلوه د داعش له خراسان څانګي سره نیژدې دي. پر هغوی باندي فشار ښايي نوموړي ډلې ته له طالبانو څخه د لا نورو څانگو د بیلیدو سبب سي. د شیندلر نتیجه گیري: طالبان د خپل حکومت د بقا له پاره باید د داعش ډلې پر وړاندي یو «ډیر ښه تعادل» رامنځته کړي.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

GP/NZ/DW.Online