1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

روسیه پر بندیزونو سربیره هم شمالي کوريا ته وسلې ليږلی شي؟

۱۴۰۳ تیر ۷, پنجشنبه

د مسکو او پيونګ يانګ ترمنځ نوي دفاعي تړون په دې هکله انديښنې رامنځته کړي دي چې روسیه کولی شي شمالي کوريا ته وسلې ورکړي او د کيم جونګ اون، له حکومت سره اړونده پوهه شريکه کړي.

https://p.dw.com/p/4havV
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د شمالي کوريا له واکمن کیم جونګ اون سره
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين د شمالي کوريا له واکمن کیم جونګ اون سرهانځور: VLADIMIR SMIRNOV/AFP/Getty Images

د چهار شنبې په ورځ شمالي کوريا د يوه توغندي آزموينه وکړه چې د استخباراتي آژانسونو په حواله دا يو عصري هاېپرسونيک توغندی دی که څه هم چې دا آزموينه بريالۍ شوې نه ده.

د توغندي دا تجربه د کوريا د جګړې د ۷۴ کليزې څو ورځې وروسته شوې ده او په پراخه توګه داسې انګیرل کيږي چې دا د جاپان او جنوبي کوريا سره په روانه اونۍ کې د سمندري ځواکونو د ګډو پوځي تمريناتو تر مخه د امريکا د »تيوډور روزويلټ« په نوم د الوتکې وړونکې بيړۍ په بوسان بندر کې د لنګر اچونې په غبرګون کې د ځواک ښکاره کول دي.

د شمالي کوريا دا ناکامه تجربه کيدای شي د دې باعث وګرځي چې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، د خپلې بلې آزموينې د بريا تضمينولو په موخه له خپل نوي پوځي متحد يعني روسیې څخه د بهترې تخنيکې پوهې غوښتنه وکړي.

د عصري پوځي ابرازو او پوځي پوهې دې بالقوه نلليکې د سيمې او لېرې پرتو هېوادونو ته ژوره انديښنې پيدا کړې ده.

روسيه شمالي کوريا ته د نږدې کيدو په حال کې ده

 کيم جونګ اون، شمالي کوريا ته د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین، د تېرې اونۍ د سفر په ترڅ کې له نوموړي سره يو جامع ستراتيژيک تړون لاسليک کړ.

په دې تړون کې د دواړو هېوادونو له لوري دا ژمنه هم شامله ده چې له دې دواړو څخه پر يوه هېواد به د حملې په صورت کې بل وروسره مرسته کوي.

 په دې تړون کې که څه هم چې د وسلو د تبادلې هيڅ ذکر نه دی شوی، خو پر اوکراين د روسیې يرغل دواړه هېوادونه په داسې حال کې نور هم سره نږدې کړي دي چې لوېديځ پر روسیې باندې بندیزونه لا پسې سخت کړي.

شمالي کوريا احتمالاً روسیې ته په میليونو د توپخانې مهمات او د لنډ واټن ميزایل ورکړي دي. په بدل کې ښايي شمالي کوريا له روسیې څخه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په چوکاټ کې د مشخص شوي مقدار څخه زيات تېل، خوراکي توکي او د اتومي، ميزايلونو او فضايي پروګرامونو تکنالوژي ترلاسه کړي وي.

خو د شمالي کوريا حکومت روسیې ته د وسلو د ورکړې تورونه په کلک رد کړي دي.

د توپخانې تکنالوژي

د «اروپايي تګلارې د ارزونې په مرکز» کې د اتلانتک د بلې غاړې د دفاع او امنيت د پروګرام امنيتي کارپوه نیکو لانګه، وايي: «روسيه د شمالي کوريا د توپخانې مهماتو او باليستک میزايلونو ته اړتيا لري. شمالي کوريا له دې وضعيت څخه ناوړه ګټه پورته کوي او شونې ده چې [له روسیې] د خپل اتومي، نقليه وسيلو او توغنديو د پروګرام له پاره د تکنالوژۍ د ورکړې غوښتنه وکړي.»

لانګه، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «کيم يو ډېر سرسخت مذاکره کوونکی دی. روسیه به د توپخانې د ټيټ کيفيته مهماتو او باليستيک میزايلونو له پاره چې له شمالي کوريا څخه یې ترلاسه کوي، ډېره لوړه بيه ورکړي. پوتين د هغه وضعيت له کبله چې په اوکراين کې یې پخپل لاس ځانته جوړ کړی دی، مجبور دی دا څه ومني.»

د روسیې د بالقوه صادارتو يوه ارزونه چې د واشنګټن ميشتي سټیمسن مرکز له خوا ترسره شوې او د دغه مرکز پر ويب پاڼه خپرې شوې ده، وايي چې کیم د ابزارو د خريدارۍ يو اوږد ليست لري چې غواړي ترلاسه یې کړي او خپل زاړه پوځي ابراز پرې نوي کړي.

په دې رپوټ کې د امريکايي چارواکو له قوله ويل شوي دي چې پيونګ يانګ غواړي چې له روسیې «جنګي جټ الوتکې، زغروال موټر او له ځمکې څخه هوا ته وار کوونکي میزايل ترلاسه کړي.»

د روسیې د دولتي دوما مرستيال وياچيلاو نيکونوف، د تليګرام د يوه پېغام په ترڅ کې په فضا کې د روسیې او شمالي کوريا د همکارۍ د پراخولو پلانونه هم په ډاګه کړل.

د وسلو د ليږد په لار کې لږ خنډ؟

روسيې په ماضي کې پر شمالي کوريا اوبتلونه پلورلي دي او په پيونګ يانګ کې حکومت د روان کال په سر کې د خپلې وينا پر اساس داسې اوبتلونه نندارې ته وړاندې کړي ول چې  تر ځمکې لاندې باليستيک میزايلونو د توغولو توان لري.

د امريکا انديښنه همدا ده چې دغه ډول اوبتل چې د اتومي سرګلولې يو میزايل وار کولی شي، د کيم جونګ، خواهش يا غوښتنه ده.

شنونکي وايي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پر يو لړ پريکړه ليکونه سربیره هم چې له شمالي کوريا سره د وسلو تجارت منع کوي – چې ډېری یې روسیې لاسليک کړي هم دي – د دې ډول سوداګرۍ په لار کې ډېر خنډ نه شي کرځيدلی.

د ټوکيو په کوشينکان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو یو استاد ياکوف زنبيرګ، چې په روسیه کې زيږېدلی دی، وايي: «روسیه او شمالي کوريا د کوريا ټاپو وزمه په لېرې شمال ختیځ کې ډېره لنډه شريکه پوله سره لري او هلته پر تومين سيند يو د ريل پل هم موجود چې روسیې ته د مهماتو د رسولو د ريلونو له پاره کارول کیږي.»

نوموړی وایي: «موږ په دې هم پوهيږو چې د روسیې د لېرې ختیځ له بندرونو څخه د کوريا د شمالي بندرونو ترمنځ کښتۍ چليږي او حتی د يو بل د اوبو د قلمرو څخه وتلو ته هم اړتيا نه لري.»

د « Planet Labs PBC» د امريکايي شرکت له لوري په اخیستلو شويو انځورونو کې چې د جاپان په يوه ورځ پاڼه کې نشر شوي دي، ليدل کيږي چې د جون پر ۷مه نيټه څلورو کښتيو چې ښايي د شمالي کوريا وي، د روسیې په واستوچني بندر کې لنګرونه اچولي دي.

زنبيرګ، وايي: «روسيه او شمالي کوريا اوس په اصل کې بندیزونو ته پاملرنه نه کوي.»

هغه وويل: «دوی به دا خبره هیڅکله په ښکاره ونه کړي او په دوامداره توګه به دا ردوي چې يو بل ته وسلې او تیل ورکوي او په دې توګه روښانه کوي چې د نړيوالې ټولنې هیڅ پروار نه لري.»

ب. ص/ ن. ز (Julian Ryall)

زموږ له آرشيف څخه: