1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمقرغیزستان

په قرغزستان کې د داعش د ملاتړ په شک ۱۵ کسان نیول شوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۵, جمعه

قرغزستان ویلي دي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د ملاتړ په شک یې ۱۵ کسان نیولي دي، داسې اقدام چې په مسکو کې د داعش تر خونړي برید وروسته په منځنۍ آسیا کې د ترهګرو ډلو د فعالیت په هکله اندیښنې زياتي کړي دي.

https://p.dw.com/p/4h3FT
Kirgistan Hauptstadt Bischkek
انځور: VYACHESLAV OSELEDKO/AFP

د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جون میاشتې ۱۴) د قرغزستاند امنیت ریاست وویل چې «د ملي امنیت کمېټې د یوې پټې افراطي ډلې فعالیتونه لغوه کړل چې غړو یې په فعاله توګه د اسلامي دولت نظریه ترویج کوله.»

د دغه هیواد د امنیت ریاست زیاته کړې ده چې په پلازمېنه بشکیک او د دې هیواد په نورو سیمو کې یې په مجموعي ډول ۱۵ کسان نیولي دي.»

دې ادارې زیاته کړې ده چې د دې ډلې یو مشر د داعش خراسان په نامه د اسلامي دولت د افغانستان څانګې د غړو تر امر لاندې فعالیت درلود.

د داعش خراسان څانګه د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د تر ټولو ستر ترهګریز ګواښ په توګه درجه بندي شوې او په منځنۍ اسیا کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له پاره تر ټولو اصلي امنیتي خطر بلل کیږي.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د روسیې د پلازمېنه مسکو په څنډه کې د داعش ډلې له لوري د کنسرت پر يوه تالار تر خونړي برید وروسته چې پکې لږ تر لږه ۱۴۴ کسان ووژل شول، د منځنۍ آسیا په هیوادونو کې د داعش ډلې له لوري امنیتي ګواښونه ډیر شوي دي. په مسکو کې برید په روسیه کې له ۲۰۰۴م کال راهیسې تر ټولو خونړۍ ترهګریزه پیښه شمیرل کیږي.

روسي چارواکو په پیل کې اوکراین په دې برید کې په لاس لرلو تورن کړ، خو په پای کې یې تائید کړه چې دا برید د داعش کار دی او په دې برید کې د لاس لرلو په شک یې یو شمیر تاجیک وګړي ونیول.

قرغزستان چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، یو سیکولار هیواد دی چېرته چې څو ځله جهادي یاغیان نیول شوي. دغه یاغیان تر ډیره پورې د دې هیواد په جنوب کې نیول شوي، هغه سیمه چې زیاتره وګړي یې مذهبي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د جګړې له پای راهیسې امنیتي وضعیت نسبتاً ښه شوی، خو ځینو ډلو لکه داعش په دغه هیواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

af/kh/nz (AFP)

په قرغزستان کي ولي ځواني نجوني تښتول کيږي؟