1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان په اړه له قرغيزستانه د آلمان غوښتنه

۱۴۰۲ تیر ۱, پنجشنبه

د آلمان ولسمشر د قرغیزستان له مشرتابه غوښتنه کړې ده چې د خپل نفود په کارولو سره په افغانستان کې د وضعيت په ښه کولو کې خپل نقش ولوبوي.

https://p.dw.com/p/4SvUy
د آلمان ولسمشر شتاين ماير په قرغيزستان کې له ولسمشر صدر جباروف سره
د آلمان ولسمشر شتاين ماير په قرغيزستان کې له ولسمشر صدر جباروف سرهانځور: Jens Büttner/dpa/picture alliance

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شټاين ماير، د پنجشنبې په ورځ په بشکک کې د قرغیزستان له ولسمشر صدر جباروف، سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې له نوموړي غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې خپل نفوذ وکاروي.

شټاين ماير وويل: «په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اوسنی وضعيت د منلو نه دی.»

اړونده موضوع: قرغیزستان په خپله خاوره کې له روسیې سره ګډ پوځي تمرینات لغوه کړل

هغه وويل چې دا څه په ځانګړي توګه پر ښځو او نجونو د سیستماتيک فشار او ځپلو او همدا راز پر پراخ بيړني بشري وضعيت صدق کوي.

شټاين ماير ټینګار وکړ چي له دې هرکلی کوي چې قرغیزستان په دې برخه کې هلې ځلې کوي.

نوموړي زياته کړه: «ما غوښتنه وکړه چې له هغو تماسونو او نفوذ څخه دې کار واخيستل شي چې دلته په قرغیزستان کې یې خلک په افغانستان کې لري.»

اړونده موضوع: م.م. پخوانۍ قرغيز ولسمشره د افغانستان ځانګړې استازې وټاکله

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې د طالبانو له بيا واکمنۍ راهېسې يو ځل بيا ښځې او نجونې له محدوديتونو سره مخامخ شوي دي. طالبانو هغوی له ښوونځيو او پوهنتونونو منع کړي او هغوی د يو څو استثناو پرته په ډېرو مسلکونو کې نور کار نه شي کولی.

په افغانستان کې همدا راز بشري وضعيت هم له بحران سره مخامخ دی او د ولس ډېره برخه له لوږې کړيږي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)