1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قرغزستان کې ۱۵ تنه د کودتا په تور نيول شوي دي

۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه

د قرغزستان تر پارلماني ټاکنو دوه ورځې مخکې ۱۵ تنه د کودتا د شکمنو پلانونو د جوړولو په تور نيول شوي دي. ويل شوي چې دغو کسانو ځوانان د بلوا په موخه جلب کړي ول.

https://p.dw.com/p/43ZEl
 Kirgistan | Parlamentsgebäude in Bischkek
د قزاقستان د پارلمان ودانۍ - د آرشیف انځورانځور: Marcel Fürstenau/DW

د قرغزستان د ملي امنيت دولتي کميټې د جمعې په ورځ په پلازمېنه بيشکیک کې ويلي دي چې دغو کسانو ښايي تقريبا »زر تنه قهرجن ځوانان« جلب کړي وي څو تر ټاکنو وروسته پراخ احتجاجونه په لاره واچوي. دغه خبره د قرغزستان رسنيو کړې ده.

داسې ويل شوي چې د مظاهرو پر مهال له امنيتي ځواکونو سره ټکرونو ته هم لمن وهل شوې ده چې هدف يې په دغه هېواد کې په زور سره قدرت ته رسېدل وو.

د يکشنبې په ورځ په قرغزستان کې يو نوی پارلمان ټاکل کيږي. د مرکزي آسيا د دغه هېواد پر تقريبا ۳،۶ ميليونو اوسېدونکو باندې په انتخاباتو کې د ګډون غږ شوی دی.

ولسمشر صدير جاباروف يوازې پنځه اوونۍ مخکې حکومت منحل کړی وو. دغه ۵۲ کلن سياستوال د چين په پوله پروت د دغه جمهوريت مشري کوي.

نوموړي د هېواد نظام په اپريل مياشت کې له يوه پارلماني سيستم څخه يوه رياستي جمهوريت ته اړولی وو.

له يوه نوي اساسي قانون سره مل د جاباروف صلاحيتونه هم زيات شوي دي.