1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه او سویس کي سختو بادونو اوبارانونو اوه تنه مړه کړي

۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

په فرانسه او سویس کي تر سختو بادونو او سیلابونو وروسته، چارواکو د اوو کسانو له مړيني خبر ورکړی دی. همدارنګه په ایټالیا کي هم سخت سیلابونه راغلي دي.

https://p.dw.com/p/4hix6
Schweiz Unwetter Hochwasser Erdrutsch
انځور: Jean-Christophe Bott/dpa/Keystone/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس د چارواکو له قوله ليکي چې د یکشنبې په ورځ د فرانسې په شمال ختیځ، دیپارتمان دې لوب کي درې زاړه کسان مړه سوي دي. د پولیسو په حواله په ګاونډي هیواد سویس کي بیا څلور کسان مړي سوي او یو کس لادرکه دی.

په سویسکي د کانتون پولیسو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ دی چی درې کسان د سختو بارانونو  له امله د مځکي ښویدني په پېښه کي مړه سوي دي. د سویس په جنوب لویدیځ د ساس ګروند سیمي په یوه هوټل کي د یوه کس مړی موندل سوی دی. د پولیسو په حواله داسي ښکاري چي د هغه د مړیني علت به هم په ناڅاپي ډول ودانۍ ته د ډیرو اوبو  ننوتل وي.

د سویس ډیرې برخې د شنبې د ورځي له ماپښښین راهیسي له سختو بارانونو څخه اغیزمني سوي دي. د یکشنبه په سهار وختي، د پراتو سورنیسو او میګیا تال له اوسیدونکو وغوښتل سول چی د میګیا رود ته نیژدې خپل کورونه پریږدي.

د مونګو په سیمه کي ۷۰ کسان له یوه تفریحي ځای څخه انتقال سول. له ناورینونو سره د مبارزې د ادارې په حواله د اوبو د لوړې سطحې له امله سړکونه وتړل سول او همدارنګه یو پُل هم د ډیرواوبو له امله نړیدلی دی.

همدارنګه د ایټالیا په شمال لویدیځ، پیمونټ او اوستاتال کي هم سخت سیلابونه راغلي دي. په پیمونت کي ژغورونکې عملې د یکشنبې په سهار د ژغورلو له اتیا عملیاتو څخه خبر ورکړ. په اوستاتال کي له خټو سره یو ځای سختو سیلابونو، د سیروینیا سیاحتي ځای ته تلونکې لار په لنډمهاله توګه بنده کړه.

د کوګنې کلي اړیکي چي ۱۳۰۰ اوسیدونکي لري، له خټو سره ګډ سیلابونو له امله له بهر سره قطع سوي دي. والنونتي ته نیژدې د بریښنا او اوبو رسولو سیستم له کاره لوېدلی دی.

     GP/NZ/AG