1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیف د چلډرن: افغانستان کې سیلابونو ۴۰زره ماشومان بې کوره کړي

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۵, سه‌شنبه

سيف د چلډرن ويلي دي چې د افغانستان په شمال کې د سختو اورښتونو او سیلابونو له امله ۴۰زره ماشومانو کورونه له لاسه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/4fpmn
سیف د چلډرن: په افغانستان کې سیلابونو ۴۰ زره ماشومان بې کوره کړي
سیف د چلډرن: په افغانستان کې سیلابونو ۴۰ زره ماشومان بې کوره کړيانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

سیف د چلډرن د دوشنبې په ورځ ناوخته په افغانستان کې د طالبانو ادارې د چارواکو له قوله لیکلي دي چې د سیلابونو له امله په تر ټولو زیانمن ولایت بغلان کې ۱۲ زره کورونه ویجاړ شوي دي چې له امله یې ۸۰زره ولسي وګړي اغېزمن کړي دي چې نیمايي ماشومان دي.

د افغانستان په شمال کې د دغو وروستیو سیلابونو له امله د مړو او زخمیانو ضد و نقیضې شمېرې ورکول کېږي. د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د بغلان د چارواکو له قوله لیکلي دي چې یوازې په دغه ولایت کې تر اوسه د ۱۵۴ کسانو جسدونه موندل شوي دي، خو په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د مړو او ټپیانو شمېرو کې بدلون راشي.

د افغانستان بغلان ولایت کې د سیلابونو له امله سلګونه کسانو ته تلفات اوښتي
د افغانستان بغلان ولایت کې د سیلابونو له امله سلګونه کسانو ته تلفات اوښتيانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

سیف د چلډرن دغه راز په بغلان ولایت کې د لومړنیو خدماتو د یو بېړني روغتیايي مرکز د جوړولو خبر هم ورکړی دی.

دغه سازمان له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه غوښتي دي چې له افغانستان سره دې په ټولنیزه کچه د اقلیمي بدلون له امله رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي.

وروستیو اورښتونو او سختو سیلابونو د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بغلان کې ډېره ویجاړې کړې.

د دغو سیلابونو له امله پر انساني تلفاتو سربېره زرګونه کورونه، کرنیزې ځمکې، لویې او فرعي لارې ویجاړې شوي او ګڼ شمېر څاروي هم تلف شوي دي. یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ بنسټ بیا په وروستیو سیلابونو کې د ۵۰ ماشومانو د مړینې خبر هم ورکړی دی.

افغانستان کې سیلابونو ګڼ کسان بې کوره کړي