1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فاریاب کې تازه سېلابونو ۱۸ کسان وژلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۳۰, یکشنبه

د افغانستان په شمالی ولایت فاریاب کې په تازه سېلابونو کې ۱۸ تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي. د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت د يکشنبې په ورځ وویل چې په سېلابونو کې کورونه، دوکانونه او کرهڼيزې ځمکې تخریب شوي دي.

https://p.dw.com/p/4g2ui
آرشیف - په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو انځور - ځای سمنګان
آرشیف - په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو انځور - ځای سمنګانانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

تازه معلومات

تازه رپوټونه وايي چې د فاریاب په تازه سېلابونو کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۶۶ ته لوړ شوی دی. خبري سرچنيو نن په ابتدا کې کې د مړو شمېر ۱۸ او بیا ۴۷ ښودلی وو.

په فاریاب کې د طالبانو د والي ویاند، عصمت الله مرادي، د يکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وېلي دي چې دغه سېلابونه  تېره شپه د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې راغلي چې خلکو ته د مالي او ځاني تلفاتو د اوښتو سبب ګرځيدلي دي.
 

د طالبانو د کډوالو د چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می ۱۹مه) په یوه اعلامېه کې وويل چې په دغو سېلابونو کې په سلونو کورونه، له ۱۰۰ ډېر دوکانونه، یو روغتيايي کلینک او کرهڼيزې ځمکې تخريب او څاروي له منځه تللي دي.

د می ۱۱په ۱۱مه په بغلان ولایت کې ویجاړونکي سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او مالي زیانونه ېې واړول
د می ۱۱په ۱۱مه په بغلان ولایت کې ویجاړونکي سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان ووژل او مالي زیانونه ېې واړولانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

چارواکو تېره ورځ خبر ورکړ چې د افغانستان په مرکزي ولایت غور کې شدیدو سېلابونو لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي، راخې زيانونه ېې اړولي او د ترافيکو پر مخ ېې لارې بندې کړي دي. د بدخشان ولایت په هکله هم ورته اندېښنې ښوول شوي چې سېلابونو یوه مهمه لار بنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په پای کې ويجاړونکو سېلابونو د افغانستان په بل شمالي ولایت بغلان کې له ۳۰۰ ډېرو کسانو ژوند واخیست او خلکو ته ېې مالي زیانونه اړولي.

په افغانستان کې آب و هوايي پېښې لکه ويجاوړنکې سېلابونه او وچکالي مخ په لوړېدو ده چې کارپوهان ېې عمده دلیل اقلیمي بدلون بولي. افغانستان د لږ کاربن درلودلو سربېره، د نړۍ د لسو هغو هېوادونو په ډله کې پاته دی کوم چې د آب و هوايي وضعیت څخه ډېر اغیزمن کيږي.

وروستیو سېلابونو په داسې حال کې افغانستان کې دارنه ځاني او مالي زیانونه اړولي چې دغه هېواد تېرکال او تر هغه مخکې بشري بحران او ګڼو طبیعي آفاتو کړولی دی.

(dpa)mks/aa

آيا سېلاب ځپلو سيمو ته مرستې پر وخت رسېدلي دي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل