1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غور ولایت په سیلابونو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۹, شنبه

د طالبانو ادارې چارواکو ویلي دي چې د شدیدو بارانونو او په پایله کې یې د سیلابونو له کبله په غور ولایت کې لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. زرګونه کورونه ویجاړ شوي او د فیروزکوه ښار مرکز هم ډیر زیاتمن شوی دی.

https://p.dw.com/p/4g1fa
Afghanistan Flut
آرشیف انځور: په بغلان ولایت کې سیلابونو سخت زیانونه اړولي ديانځور: AP/picture alliance

د غور ولایت د اطلاعات او کلتور ادارې مشر مولوي عبدالحي زعیم د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د سیلابونو د ټپيانو په اړه تر اوسه پورې ارقام په لاس کې نه لري.

نوموړي زیاته کړه چې بارانونه د جمعې (د می میاشتې ۱۷ نیټه) په ورځ پیل شول. په وينا يې ډیرو سیلابونو د افغانستان دغه لیري پروت مرکزي ولایت ته کلیدي مواصلاتي لارې تړلي دي.

زعیم زیاته کړه: «دوه زره کورونه ویجاړ شوي، څلور زره کورونه زیانمن شوي او د فیروزکوه ښار د بازارونو دوه زره دوکانونو ته زیان اوښتی دی.»

د فرانسې خبري آژانس هم لیکلي دي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پولیسو هم اعلان کړی دی چې لږ تر لږه ۵۰ تنه د سیلابونو په نتیجه کې مړه شوي دي. د غور ولایت د پولیسو ویاند عبدالرحمن بدري په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «د جمعې ورځې دسیلابونو په نتیجه کې د غور ولایت ۵۰ تنه اوسیدونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمیر نور لادرکه شوي دي.»

افغانستان له طبیعي پيښو څخه اغیزمن کیدونکی هیواد دی او ملګري ملتونه یې له اقلیمي بدلون څخه یو له تر ټولو ډیرو اغیزمنیدونکو سیمو څخه بولي.

آيا سېلاب ځپلو سيمو ته مرستې پر وخت رسېدلي دي؟

چارواکو تیره اونۍ هم وویل چې د شدیدو موسیمي ورښتونو په پایله کې ناڅاپي سیلابونو د افغانستان په شمال کې کلي ویجاړ کړل، ۳۱۵ تنه یې ووژل او تر ۱۶۰۰ ډیر نور ټپیان شول.

د طالبانو ادارې دفاع وزارت اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ یې د هوایي ځواکونو یوه څرخي الوتکه په غور ولایت کې د سیلاب ځپلو د اجسادو د انتقالولو پر مهال د «تخنیکي ستونزې» له کبله سقوط کړی وو چې په پایله کې یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي ول.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو او په ۲۰۲۱م کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د نړیوالو مرستو له شدید کمښت سره مخامخ شوی دی. ځکه پر طالبانو د لګول شوو بندیزونو له کبله نړیوالې پرمختیایي مرستې چې د حکومت د مالي ستون یا ستنې د ملا تیر بلل کیږي، په بې ساري ډول کمې شوې.

دغه مرستې په دې وروستیو کلونو کې لا زیاتې کمې شوې دي؛ ځکه د بهرنیو هیوادونو حکومتونه له نورو نړیوالو بحرانونو سره لاس او ګریوانه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن. ا.و.ا