1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي آسیا کي سیلابونه څه د پاسه ۶ میليونه کوچنیان گواښي

۱۴۰۳ مرداد ۸, دوشنبه

د جنوبي آسیا هیوادونه د مونسون موسم پر وخت له ډیرو سیلابونو سره مخامخ دي. داسي ښکاري چي په افغانستان، بنگله دیش، هند او پاکستان کي په تیره بیا کوچنیان له سخت خطر سره مخامخ وي.

https://p.dw.com/p/4ir5z
Afghanistan | Hochwasser in der Nangarhar Provinz
انځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

د کوچنيانو د ملاتړ په برخه کي د ملگرو ملتونو ادارې (یونسف) په افغانستان، بنگله دیش، نیپال، هند او پاکستان کي سختو سیلابونو  او مځکو ښويېدو ته په کتو سره د څه د پاسه ۶ میلیونو کوچنیانو د حالت په هکله اندېښنه ښودلې ده.

یونسف د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي د سختو بارانونو لوړ ریکارډ په يادو هیوادونو کي د ویجاړیو، مړینو، د کورونو او معیشتونو له لاس ورکولو سبب سوی دی.

په جنوبيآسیا کي د یونسف سیمه ايز مدیر سنجی ویجیسیکرا، ویلي دي: «سیلابونه نه یوازي د مړیني او ټپي کیدو له امله د کوچنیانو روغتیا ته یو خطر دی، بلکي دا کار پاکو اوبوته د هغو لاس رسی هم گواښي. دا کار ناروغۍ او د اسهال پیښي رامنځته کوي او کیدای سي هیڅ ډول درملنه یې ونه سي او د کوچنیانو د خوارځواکۍ سبب سي.»

 د ویجیسیکرا په خبره، هغه کوچنیان چي اکثره وخت د سیلابونو له امله اغیزمن  کیږي، کم وزنه وي او د ودې له محدودیتونو سره مخامخ وي. هغه زیاتوي، سیلابونه روغتیايي تاسیسات، مکتبونه او سړکونه تخریبوي او په دې ډول د کوچنیانو پر زده کړو اغیز اچوي. کله چي کورونه ویجاړ سي، نو کوچنیان د ناوړې استفادې، او انساناني قاچاق له گواښ سره مخامخ کیږي. 

د افغانستان سیلابونه؛ د اړمنو د وضعیت لا خرابیدو اندیښنه

د یونسف په حواله تر ټولو زیات د بنگله دیش هیواد د سختو سیلابونو له ناورین څخه اغیزمن سوی دی. هلته په شمالي سیمو کي د ۱،۶ میلیونو کوچنیانو ژوند له خطر سره مخامخ دی. په نیپال کي بیا د سیلابونو او مځکي ښوېدني له امله ۱۰۹ کسان مړه سوي دي چي په هغو کي ۳۵ کوچنیان شامل وه او ډېر نور کسان زخمیان سوي هم دي.

په مجموعي ډول تقریباً ۱۶۰۰ کورنۍ اغیزمني سوي دي. د هند په اسام کي د سیلابونو له امله شاوخوا ۸۰۰۰ کوچنیان مجبور سول چي څو اونۍ په لاگرونو کي ژوند وکړي.

په افغانستان کي په لسونو زره کوچنیان په بغلان او بدخشان او همدارنگه غور  ولایتونو کي څو څو ځله له سختو سیلابونو څخه اغیزمن سوي دي. په پاکستان کي له اپریل مياشتي راهیسي سخت بارانونه د ۱۲۴ کسانو د ژوند په بیه تمام سوي دي چي ۷۴ کوچنیان هم پکښي شامل ول.

 یونسف د خپلو معلوماتو له مخي له گواښ سره مخامخ کسانو او سیمو سره مرستي کوي. نوموړی سازمان د خپلي مخ پر کمښت بودیجې له امله سخت اندېښمن دی. ویجیسیکرا وايي: «یونسف له نړیوالي ټولنی څخه د ۹،۳ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې، تر څو د عاجلو آمادگیو ملاتړ وکړي او په ټوله سیمه کې د کوچنیانو له پاره له اقلیم سره د مقاومت پروګرامونه پیاوړي کړي.»

GP/NZ/AG