1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د اسهال ناروغۍ ډېرېدل، یونسف پرې اندېښنه ښودلې

۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعه

افغانستان کې د روغتیا چارواکي وايي، په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د اسهال ناروغي خپره شوې ده، چې هره ورځ پرې سلګونه کسان اخته کېږي. یونسف او عام خلک وايي چې علايم يې کلورا ته ورته دي. خو لامل یې څه دی؟

https://p.dw.com/p/4F8Nm
Welthunger-Index | Eine Frau mit ihrem Baby auf eier Unterernährungsstation in Afghanistan
انځور: Felipe Dana/AP/dpa/picture alliance

 

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ولسي وګړیو دویچه ویله ته ویلي چې په دې وروستیو کې کولرا ته ورته ناروغي پیدا شوې او په دغې ناروغۍ هره ورځ ډېر خلک اخته کېږي. دا ناروغي زیاتره په خوست، پکتیکا، زابل، میدان وردګ، کندهار، هلمند، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو کې پیدا شوې ده.

خلک وايي، دا ناروغي د موسمي اورښتونو او سیلابونونو له امله زیاته شوې ده. د معلوماتو له مخه، په دغې ناروغۍ ډېر خلک په خوست کې اخته شوي دي.

د دې ولایت یوه اوسېدونکي میرویس دویچه ویله ته وویل، د خوست ډېر خلک په کولرا او اسهال اخته شوي دي: «د خوست په اکثرو سیمو کې کولرا او اسهال ناروغي خپره شوې ده. چې اکثریت خلک ترې کړېږي. تر ډېره پرې ماشومان اخته دي، له مسئولو چارواکیو مو غوښتنه ده، چې پر وخت یې غم وخوري، چې اینده کې بدې پایلې ونه لري.»

بله خوا بيا يونسف هم پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې اندېښنه ښودلې، چې د وروستۍ زلزلې وروسته د خوست په سپېرې کې د کولرا په څېر ناروغیو د خپرېدو ویره پیدا شوې ده؛

خو د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر فضل کریم مندوزي دویچه ویله ته وویل، په خوست کې پیدا شوې ناروغي کولرا نه، بلکې اسهال دی او د وروستۍ زلزلې او سیلابونو له امله پیدا شوې ده.

هغه وویل، تر اوسه د ټولو ناروغانو شمېر نه دی ثبت شوی؛ خو هره ورځ له دېرشو تر څلوېښتو واقعات ثبتېږي او دوی ورته تدابیر هم لري: «تر اوسه له اسهال څوک نه دي مړه شوي. د ورځې په حساب موږ ته راپور راکوي. له دېرشو تر څلوېښتو کیسونه وي. موږ جمع کړي نه دي. عمومي سبب یې زلزله ده. هلته چینې بندي شوي، بارانونه او سیلابونه یې سبب دي. دوی خرابې اوبه څکي.»

په کندهار او هلمند کې هم دا ناروغي خپره ده او خلک یې له ډېروالي ویره لري.

په افغانستان کې څو ډوله واکسینونه تطبیقیږي؟

د دې ولایت یو اوسېدونکي عبدالولي پتیال دویچه ویله وویل په ولایت کې یې له سیلابونو راوتلو وروسته کولرا ناروغي زیاته شوې او تر څنګ یې نورې موسمي ناروغۍ هم پیدا شوي دي: «یو له مرضونو چې خلک پرې مبتلا دي، کولرا ده، چې شفاخانو او کلینیکونو ته زیات مریضان راځي او تلفات هم لري. هره شفاخانه او کلینک کې بې اندازې زیات مریضان دي. د دوا ستونزه هم زیاته ده. ځینې نورې ناروغۍ لکه جلدي ناروغۍ او زکام هم ډېر شوی دی.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له پاره د طالبانو د حکومت ویاند ډاکټر شرافت زمان هم وايي چې اوسنۍ خپره شوې ناروغي کولرا نه، بلکې اسهال دی او په کومو ولایتونو کې چې پیدا شوی، روغتیايي ډلګۍ ور رسېدلي دي. هغه یې عوامل ګرمي او د ناپاکو اوبو څښل یادوي.

نوموړي وویل: «لکه څرنګه چې د سختو اسهالاتو واقعات په وروستیو کې د ګرمۍ موسم زیاتېدو او ناپاکو اوبو استعمال له امله زیات شوي وو، دغه کولرا واقعات نه او د اسهالاتو واقعات دي، که چېري د کولرا واقعات ثبتېږي، له تاسې سره به یې شریک کړو.»

ډاکټران وايي، د کولرا ناروغ د بدن اوبه له لاسه ورکوي، نو پکار ده چې ناروغ ته ژر تر ژره د بدن اوبه او نور اړین مواد پوره کړی شي. له همدې امله ډاکټران د اوبو، بورې او مالګې د مخلط محلول د څښلو سپارښتنه کوي.

»په افغانستان کې د شري ناروغي او ترې د مړينې موارد ډېر شوي«

ډاکټر خیرالله احمدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل، کولرا د اسهالاتو یو ډول دی، چې اتیا سلنه پټې نښې لري. هغه وویل: «د کولرا ناروغۍ نښې اسهال، کانګې، تبه، د خېټې درد وي، چې د بدن د اوبو د ضایع کېدو سبب ګرځي. ناروغ دی هایدریشن او شاک ته ځي. که پر وخت ورته رسېدنه ونه شي او روغتیايي مرکز ته ونه لېږل شي، ښايي ناروغ له منځه ولاړ شي.»

پاک چاپېریال، پاکې اوبه او سالم خواړه له کولرا ناروغۍ د مخنیوي لارې چارې ګڼل شوي. د ډاکټرانو په باور له کولرا سره د مبارزې له پاره د دغې ناروغۍ واکسین هم غوره لاره ده.

امید دیدار