1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د مهاجرت سیاست او مالي ملاتړ د بدلون غوښتنه

۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبه

د جرمني د زاکسن ایالت صدراعظم او د مسیحي دموکرات ګوند غړي، میشایل کریچمر د حکومت پر سیاست سخت انتقاد وکړ او د مهاجرت په سیاست او اتباعو ته د پیسو د ورکولو په سیاست کی یې د اساسي بدلون غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4j6r8
Deutschland Asylpolitik | Symbolbild Abschiebung
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د المان د زاکسن ایالت لومړي وزیر کریچمر، د دوشنبې په ورځ د« ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې ته وویل: «په دوامداره توگه باید ټول هغه کسان بیرته خپلو ټاټوبو ته واستول سي چی دپناه غوښتنی او دلته د پاته کیدو له پاره هیڅ ډول حق ونلري. هغه غوښتنه وکړه چی دغه کسان باید سمدستي خپلو ټاټوبو ته واستول سي، همدارنگه افغانستان او سوریې ته هم باید ولیږل سي.»

کریچمر له یادې آلمانۍ ورځپاڼې سره په دغه مرکه کې څرگنده کړه: «کله چی موږ له افغانستانه ځایي کارکوونکي راوستلای سو، نو د دې امکان هم باید موجود وي چی خلک بیرته هلته واستوو. د جرمني حکومت باید د دې کار له پاره له طالبانو او یا هم د سوریېله واکمن، بشار الاسد سره خبرې اترې وکړي.» نوموړي غوښتنه وکړه: «دغه ډول خبرې باید پخوا لا سوې وای او دا چی زموږ له هغو څخه ښه نه راځي، نو دا کار د دې دلیل نه سي کیدای چې له هغوی سره زموږ د عاجلو  ستونزو په هکله خبرې اترې ونه سو کولی. هدف دا دی چې په اوس وخت کې په کال کی  له ۳۰۰ زرو مهاجرو څخه ۵۰ زرو او یا هم ۳۰ زرو ته راکښته سو.»

Michael Kretschmer
د زاکسن ایالت صدراعظم، میشایل کریچمرانځور: John MacDougall/AFP via Getty Images

د زاکسن صدراعظم د خپلو خبرو په دوام څرگنده کړه، هغه اعلان سوي سرحدي پولیس چې په مرسته یې د هغه ایالت غواړي د بایرن ایالت مثال تعقیب کړي، ډیر ژر به رامنځته سي. نوموړي زیاته کړې چې همدارنگه به په سلونو چارواکي د «غیر قانوني مهاجرت، قاچاقچیانو، د موټرو د غلا کوونکو او مخدره موادو د انتقال کوونکو په وړاندې اقدام وکړي.» 

سربیره پر دې کریچمر په آلمان کې د اتباعو له پاره د حکومت له خوا د مالي ملاتړ په برخه کې هم د اساسي اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه وکړه. نوموړي انتقاد وکړ چې په دا وروستیو کې په دې برخه کې د حکومت له خوا ځینې بدلونونه سرسري بریښي. د هغه په خبره په زرونو کسان کولای سي کار  وکړي، خو نه یې کوي او په دې ډول له حکومت څخه هغه پیسې ترلاسه کوي چې مالیه ورکوونکي باید د هغه له پاره سخت کارونه وکړي. هغه کسان چې له حکومت څخه د مالي مرستو غوښتنه کوي، باید دا ثابته کړي چې د دې توان نلري چې کار وکړي، بیا نو کیدای سي چې دغه ډول پیسې ورکول سي. 

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

     GP/AH/AG