1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی سیاستوال: اوکراینیان دې یا کار وکړي یا بیرته ستانه شي

۱۴۰۳ تیر ۳, یکشنبه

د المان د سوسیال مسیحي ګوند د پارلماني ډلې مشر له اوکرایني پناه غوښتونکو سره د اجتماعي مرستو په اړه بحث کې د اوکرایني مهاجرو د کار کولو یا بیرته خپل هیواد ته د ستنیدو غوښتنه کړې ده. نور آلماني سیاستوال بیا څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4hPJQ
Bundestag | Haushaltsdebatte - Alexander Dobrindt
د المان په پارلمان یا بونډسټاګ کې د سوسیال مسیحي (CSU) ګوند د پارلماني ډلې مشر الکساندر دوبرینتانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د المان په پارلمان یا بونډسټاګ کې د سوسیال مسیحي (CSU) ګوند د پارلماني ډلې مشر الکساندر دوبرینت، ویلي دي چې د بې کاره کښيناستلو په صورت کې دې، اوکراینیان خپل هیواد ته اخراج کړل شي.

دوبرینت د اوکرایني پناه غوښتونکو په اړه د «بِلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته ویلي: «اوس چې د جګړې له پيلیدو تر دوو کلونو ډیر وخت تیر شوی دی، دغه اصل باید عملي شي چې یا باید دوی په المان کې کار شروع کړي او یا د اوکراین په لویدیځ کې امنو سیمو ته ستانه شي.»

دوبرینت همدارنګه نیوکه کوي چې د «بورګر ګِلډ» په نوم ټولنیزې مالي مرستې د دې سبب شوي چې ډیر شمیر خلک پر همدغو پيسو اکتفا کوي. نوموړي ټینګار کړی دی چې د اوکرایني پناه غوښتونکو له پاره د کار وړاندیز باید د ادغام په برخه کې د خدماتو یوه برخه وي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیلیدو وروسته د المان حکومت پریکړه وکړه چې د جګړې له امله المان ته راتلونکي اوکرایني اتباع مجبوره نه دي چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړي، بلکې په اوتومات ډول د اقامې حق ترلاسه کوي او کولی شي له بورګر ګِلډ یا ټولنیزو مرستو څخه برخمن شي، نه هغه مرستې چې ټول پناه غوښتونکي یې ترلاسه کوي.

له سوسیال دیموکرات ګوند څخه د کار د بازار کارپوه مارتین روزمن یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې د دوبرینت وړاندیز «مزخرفه پوپولیستي خبره» ده؛ ځکه په المان کې ډیری اوکرایني مهاجر هغه مېندې دي چې د کورنۍ یوازینۍ سرپرستې دي.

د سوسیال دیموکرات ګوند د پارلماني ډلې مرستیال دیرک ویزه بیا ویلي دي چې د دوبرینت، د څرګندونو په پام کې نیولو سره، سوسیال مسیحي ګوند باید «و شرمیږي او د C توری، چې د [مسیحي] لنډیز دی د تل له پاره د خپل ګوند له نوم څخه لیرې کړي.»

د آزاد دیموکراتانو ګوند (FDP) عمومي منشي بیژن جیر سرایې، هم غوښتنه کړې ده چې تازه راتلونکي اوکرایني کډوال دې د «بورګر ګِلډ» پر ځای، له هغو مرستو څخه، چې له ټولو پناه غوښتونکو سره کیږي، برخمن شي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

په پولنډ کي د اوکرایني مهاجرو حالت