په تورخم کې مځکي ښوېدني په لسونو لارۍ موټر لاندي کړي
۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس وايي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر دغه مهم بندر د ځمکې ښويدنې پېښې پر مهال تر ۱۲۰ ډېرې لارۍ له سرحده د اوښتو ته ولاړي وې.
د نجات د ۱۱۲۲ بېړنيو خدماتو ادارې یوه ویاند، بلال فیضي وويل: «موږ دوه مړي موندلي او اته ټپيان مو روغتون ته انتقال کړي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د ځمکې ښوېدنه دغه پېښه د تورخم دروازې په ۱۲۰ مترۍ کې شوې چې وروسته ېې اورلګېدنه هم رامنځ ته شوې ده.
نور ولولئ: د افغانستان د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحادیه پاکستان ته د صادراتو د کموالي خبر ورکوي
ځمکې ښوېدنه داسې وخت شوې چې د لاريو چلوونکي او د هغو کلينران د ګازو ډبو څخه په استفادې پېشلمي ته خپل خواړه برابرول.
فیضي زیاته کړه: «اور اوس کنټرول شوی دی. د نجات عملیات د ایکسواتورونو او نورو درنو مشېنریو په مرسته روان دي.»
پر ټولنیزو رسنیو د پېښې د ځای انځورنه خپاره شوي چې ښيي باروړونکي موټر د ښويدلي غره تر ډبرو لاندې شوي او د نجات کارکوونکي کار کوي.
په سملاسي توګه د دغې ځمکې ښوېدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو یوه چارواکي وويل چې د سرحدي پوستې څخه په شاوخوا لوړو تپو کې د میاشتو له پاره په یوه انکشافي پروژه کې له درنو ماشين آلاتو څخه استفاده شوې ده.
نور ولولئ: "پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي"
د علي رضا په نوم یوه چارواکي وويل چې د شپې په جریان کې شدید ورښتونه هم کېدای شي په دغه ځمکې ښوېدنې کې رول درولودلی وی. هغه زیاته کړه چې چارواکو سرحد د باروړنکو لاریو او نورو موټرو پر مخ تړلی دی، یوازې د پلې کسانو پر مخ خلاص دی.
تورخم د افغانستان او پاکستان تر منځ تر ټولو مهم او د ګڼې ګوڼې ډګ ترانزيتي او سوداګریز سرحد دی.
دلته پر ورته موضوع له آرشیف څخه یوه وېډيو هم کتلی شئ: