1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات لږ شوي دي؟

شعیب تنها شکران | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ فروردین ۲۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحادیې چارواکي وايي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د تېرو میاشتو په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PzT1
په افغانستان کې اوس هم د امنیتي تدابیرو پرته کانونه استخراجیږي
په افغانستان کې اوس هم د امنیتي تدابیرو پرته کانونه استخراجیږيانځور: Qais Usyan/AFP

په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحادیې چارواکي وايي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات د تېرو میاشتو په پرتله ۶۰ سلنه کم شوي دي.
په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحاديې مشر محمد رسول توتاخېل دویچه ويله ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې تر ٥٠٠ لارۍ پورې سکاره پاکستان ته صادرېدل، خو اوس یوازي٤٠ سلنه صادرېږي.

«چينايان د افغانستان د اوبو پر بندونو او انرژۍ پر توليد پانګونه کوي»
د افغان سوداګرو بله ستونزه دا ده چې د افغانستان د ډبرو سکاره په پاکستان کې په پاکستاني کلدارو پلورل کېږي، خو د افغانیو په ګډون د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د پاکستاني کلدارو ارزښت په بې ساري ډول راټیټ شوی دی.
توتاخیل وایې: «د ډبرو سکرو د صادراتو کمښت او د کلدارو د بیې راټیټېدل افغان سوداګرو ته ستر زیانونه اړولي، دا ځکه چې پخوا به د زرو کلدارو بیه ۵۶۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۹۶ افغانیو ته رسېدلې ده.»

فقر او تنګلاسۍ، افغان کوچنیان د ډبرو سکرو په کان کي کار ته اړ کړي دي


د افغانستان د ډبرو سکرو د صادرونکو اتحادیې مشر د ډبرو سکرو د صادراتو د کمښت یو اصلي لامل په پاکستان کې اقتصادي تحولات بولي او وايي: «پاکستان هڅه کوي چې خپلې پیسې مدیریت کړي، نو ځکه هڅه کوي د ډبرو سکرو له کانون څخه خپله پوره ګټه پورته کړي.»
پاکستان تېرکال ویلي ول چې له افغانستان څخه به په ارزانه بیه د ډبرو سکاره واردوي او په ورته وخت کې په افغانستان کې کارپوهانو خبرداری ورکړی و چې د کانونو بې ځایه استخراج به د ډبرو سکرو زېرمې ضایع کړي.
د افغانستان د ډبرو سکرو یو بل صادرونکی ضیا الحق فاروقي وايي: «دا مهال د پاکستان ټولې زیرمې له افغاني سکرو ډکې دي او له همدې امله دغه هيواد له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات کم کړي دي.»
دغه افغان سوداګر وایې: «د ډبرو سکرو د صادراتو د کمښت له امله ٨٠ ميليونه پاکستاني کلدار راته زيان اوښتى دى. د بېلګې په توګه، که پخوا موږ پاکستان ته د ډبرو سکرو ۱۰۰ موټره لېږدول، اوس دا شمېر ۴۰ موټرو ته رسېدلی دی.»

پاکستان تائید کړه چې له افغانستانه سکاره په کلدارو واردوي


د افغانستان د ډبرو سکرو یو بل صادرونکی انور تڼی وايي چې پاکستان اوس د اړتیا وړ سکاره له ایران څخه په ټیټه بیه واردوي.
هغه دویچه ویله ته وویل: «په افغانستان کې د ډبرو سکرو د صادراتو ګمرکي تعرفه لوړه شوې ده چې د موادو په وروستي بیه یې ځانګړې اغېزه کړې ده. له همدې امله پاکستان د زیاتې ګټې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.»
د ډبرو سکرو د صادرونکو د اتحاديې مشر محمد رسول توتاخېل د مالياتو د زياتوالي په اړه وايي: «پخوا د افغانستان د ډبرو سکرو پر هر ټن صادراتي ماليه ۲۷۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۶۶۰۰ افغانيو ته لوړه شوې، چې دا خپله  سوداګرو ته تاوان دی.»
دويچه ويله له ټولو هڅو سره سره بريالۍ نه شوه چې په دې راپور کي د طالبانو غبرګون يا نظر هم ولري، ځکه د طالبانو د کانونو وزارت هيڅ ډول اړيکي ته جواب و نه وايه.
د طالبانو د حکومت له پاره چې د نړیوالې ټولنې له خوا لا هم په رسمیت نه دی پیژندل شوی او تر بندیزونو لاندې دی، پر صادراتي توکو مالیه او ګمرکي تعرفه د عاید یوه مهمه سرچینه ده.
 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai