1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي"

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سږ کال د پاکستان په شمول ځینو نورو هېوادونو ته هم د افغاني توکو صادرات ډېر دي. د طالبانو حکومت په تېرو دریو کلونو کې یوشمېر هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو ګراف خپور کړی.

https://p.dw.com/p/4Ppwg
آرشیف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه لاره
آرشیف: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه لارهانځور: Reuters

د طالبانو د حکومت له لوري په خپاره شوي دغه ګراف کې ۱۳۹۹، ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ لمریز کلونه د صادراتو له پلوه پرتله شوي. د ګراف له مخې پاکستان ته د افغانستان صادرات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي، خو چین ته بیا د تېرو دوو کلونو په پرتله د صادراتو کچه رالوېدلې ده.

د طالبانو ادارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په روان ۱۴۰۱ لمریز کال کې افغانستان د یو زر او ۲۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې دا شمېر ۵۱۱ میلیونه او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ۲۱۱ میلیونه ډالر ؤ.

خو په ۱۳۹۹ لمریز کال کې افغانستان چین ته د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل چې دا شمېرې بیا په ۱۴۰۰ لمریز کالې ۴۷ میلیونه او ۱۴۰۲ لمریز کې ۳۰ میلیونه ډالرو ته رالوېدلي.

د طالبانو د سوداګری وزارت د صادراتو د ډېرېدو لاملونو په اړه لیکلي: «د افغانستان د صادراتو د لوړېدو عمده لاملونه، د کورني تولیداتو وده، د تولیداتو د کیفیت ښه والی، د صادراتي مالونو غوره بسته بندي، د سیمې او نړۍ په کچه اغېزمنه بازار موندنه او لوړه تقاضا...» 

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونه هم مني چې په دې وروستیو کې په ځانګړي توګه پاکستان ته د صادراتو کچه لوړه شوې. خو هغوی د صادراتو د لوړېدو ځینې نور لاملونه په ګوته کوي.

د افغانستان د ډبرو سکاره
د افغانستان د ډبرو سکارهانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل، په دې وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو سکاره، تالک، کرومایټ او نور معدني مواد ډېر صادر شول او ورپسې د افغانستان د تازه سبزیو صادرات دي. الکوزی زیاتوي: «زمونږ تقریباْ له ۸۰۰ تر ۷۰۰ زره ټنه پورې تازه میوه او سبزي پاکستان ته صادره شوې، دلایل یې دا دي چې معادن زیات دي او بل علت یې دا دی چې پاکستان کې تیر کال چې کله سیلابونه راغلل پاکستان د سبزي تعرفه بالکل صفر کړه نو ځکه پاکستان ته زمونږ ډېر صادرات د سبزیو له اړخه ول.»

خو دغه افغان سوداګر ټینګار کوي چې پاکستان سره د ټرانزیټ او سوداګری برخې کې لاهم ټولې ستونزې پرخپل ځای پاتې دي. سرحدي ګمرکونو کې تخنیکي، اداري او ځیني سیاسي ستونزې اوس هم شته دي.

اړوند مطالب:د کابل او اسلام آباد د اړیکو خرابوالي د افغانستان صادرات زیانمن کړي

د اقتصادي شنونکو پر وینا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخو کې د دغو تلپاتې ستونزو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ډاډمن ثبات نه لري.