1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تاجیکستان کې د بندو پاتو افغان پیلوټانو په هکله اندیښنې

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

د امریکا د دفاع وزیر د افغان پیلوټانو په هکله چې په تاجیکستان کې نیول شوي، اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه پیلوټان په متحده ایالاتو کې روزل شوي او تیره میاشت واک ته د طالبانو د رسیدو پر مهال تاجیکستان ته اوښتي ول.

https://p.dw.com/p/414py
Afghanistan Luftwaffe
انځور: picture-alliance/dpa/C-F. Röhrs

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو له لوري روزل شوي دغه پرسونل د تاجیکستان د پلازمېنې دوشنبې څخه وړاندې په یوه لیرې پرته سیمه کې په یوه سناتوریم، کې ساتل کیږي. زیاته شوې ده چې دغه کسان څه د پاسه یوې میاشتې راهیسې د متحده ایالاتو له لوري د انتقالیدو په هیله ورځې شپې سبا کوي.

د دغو پیلوټانو په ډله کې یوه ښځه مېندواره پیلوټه هم شامله ده.

د کانګریس په استماعیه غونډه کې لوید آستن په مخاطب کولو سره د جمهوري غوښتونکو استازي آستن سکات له تاجیکستان څخه د دغو پیلوټانو د راایستلو په برخه کې د ځنډ په هکله ناهیلي څرګنده کړې ده. 

داسې بریښي چې آستن هم له دې موضوع خبر وو او په دې هکله یې خپله خواخوږي ښوولې. هغه ویلي: «موږ به د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت (له چارواکو) سره اړیکه ونیسو، څو ووینو چې دا پرمخ بیولی شو. زه به ستاسو اندیښنې شریکې کړم.»

آستن دغه څرګندونې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د کانګرس په استماعیه غونډه کې کړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پریکړې او طالبانو د واک ته د رسیدو په اړه رابلل شوې وه. د جګړې په وروستیو مرحلو کې د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن افغان هوایي ځواک پرسونل له یو شمیر الوتکو سره له افغانستان څخه، ګاونډیو هیوادونو تاجیکستان او ازبکستان ته واوښتل او هلته ونیول شول.

دا لا هم معلومه نه ده چې دغو هیوادونو ته له انتقال شوو الوتکو سره به څه کیږي. سکات ویلي دي چې دا خبره مهمه ده چې دواړه هیوادونه په دې پوهه شي چې دغه الوتکې باید طالبانو ته و نه سپارل شي.

Afghanistan Luftwaffe
د افغانستان د هوایي ځواک یو شمیر الوتکې هم په تاجیکستان کې ديانځور: picture-alliance/dpa/C.-F. Röhrs

د سکات په خبره: «زه به د دې هرکلی وکړم که چیرې موږ دواړو هیوادونو ته په کتبي ډول ولیکلی شو چې دغه تجهیزات په امریکا متحده ایالاتو پورې اړه لري، په افغانستان پورې نه.»

دغه پیلوټان چې له افغانستان څخه تللي، هیله من وو چې له نورو افغان پوځي پرسونل سره به یو ځای شي چې د امریکا د ویزو د ترلاسه کولو له پاره یې چارې په متحده عربي اماراتو او جرمني کې څارل کیږي.

داسې ښکاریده چې سکات د متحده ایالاتو پر بهرنیو چارو وزارت پړه وراچوله او په دې برخه کې یې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر آستن، لوی درستیز جنرال مارک میلي او د مرکزي قوماندي له مشر جنرال فرنک مکنیزي څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو استازي په دې هم ناهیلي څرګنده کړې ده چې له ازبکستان څخه د افغان پیلوټانو راایستلو دومره وخت ونیو.

د رپوټ له مخې په ازبکستان کې ځینې پيلوټان چې په انګلیسي خبرې کولی شي اندېښنه لري چې ښایي د اوزبکانو له لوري د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته بیرته ولیږل شي او د جګړې پر مهال طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له کبله ووژل شي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب