1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجیکستان تر ۱۰۰ زرو افغان مهاجرو ته د ځای ورکولو تياری نيسي

۱۴۰۰ مرداد ۱, جمعه

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی او ډېر کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. د تاجیکستان یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې دوی تر یو لک افغان مهاجرو پوري ځای ورکولو ته تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/3xvDa
Weltspiegel 06.07.2021 Afghanistan
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د تاجیکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جولای ۲۳) وویل چې هیواد یې اوس له افغانستان څخه د احتمالي ۱۰۰ زره مهاجرو د منلو له پاره په امادګیو بوخت دی.

د تاجيکستان د بېړنیو پیښو کمېټي مرستیال امام علي ابراهیم زاده، په یوه خبري غونډه کې وویل چې تاجیکستان له وړاندې نه پولې ته نیږدې په ګورنو بدخشان ولایت او خلطون کې د مهاجرو له پاره د مرستندویه توکو په ذخیره کولو پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې میلادي میاشتې په لومړیو کې په سلهاوو افغان ځواکونه له خپلو سیمو پر شا شوي ول او د طالبانو د بریدونو له ویرې تاجیکستان ته اوښتي ول. د تاجیکستان د چارواکو په خبره، دغه ټول سرتیري بیرته افغانستان ته انتقال شوي دي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو شدت موندلی او ګڼ شمیر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي چې له کبله یې زرګونه کورنۍ په هيواد کې دننه بې ځایه شوي دي. د افغانستان ګاونډي هیوادونه د وضعیت د لا خرابیدو په پایله کې د مهاجرت له یوې بلې څپې ویره لري.