1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تاجيکستان: په سلونو افغان عسکر بيرته افغانستان ته انتقال شوي

۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

د هغو افغان عسکرو له جملې څخه چې په دې وروستيو کې له طالبانو سره د جګړو پرمهال تاجيکستان ته اوښتي ول، کابو ۳۰۰ يې بيرته افغانستان ته انتقال شوي دي. په پام کې ده چې نور عسکر به هم په راتلونکو څو ورځو کې بيرته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/3wAIq
Weltspiegel 06.07.2021 Afghanistan
انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو د پرمختګونو او د ځينو ولسواليو د سقوط په ترڅ کې په دې وروستيو کې د افغانستان د امنيتي ځواک په سلونو غړي تاجيکستان ته اوښتي ول.

د تاجيکستان امنيتي چارواکو د چهار شنبې په ورځ (د جولای ۷مه نیټه) وويل چې افغان حکومت د دغه عسکرو د بیرته انتقال په موخه دغه هيواد ته څو الوتکې استولي دي.

د تاجيکستان يوې امنيتي سرچينې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې افغان حکومت څو الوتکې د کولاب هوايي ډګر ته استولې وې چې په هغه کې د افغان امنيتي ځواک ۲۸۰ تنه غړي بيرته افغانستان ته انتقال شول.

تاجيکستان: تر زرو زیات افغان ځواکونه تر سرحد را اوښتي دي

د سرچينې له خوا زياته شوې چې په پام کې ده په راتلونکو څو ورځو کې د امنيتي ځواک نور ۳۰۰ غړي هم بيرته افغانستان ته وليږدول شي.

د افغانستان د ملي امنيت مشاور حمدالله محب تېره ورځ ويلي ول چې تاجيکستان ته اوښتي عسکر به را انتقال شي، څو بيرته له طالبانو سره جګړې ته واستول شي.

تاجيکستان له افغانستان سره پر پوله ۲۰ زره عسکر ځای پرځای کوي

تاجيکستان ته د افغان عسکرو د اوښتلو کار د افغانستان د دغه ګاونډي هېواد انديښنې زياتي کړي دي. د تاجيکستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ وويل چې لارښوونه یې کړې ده چې کابو ۲۰ زره عسکر له افغانستان سره پر پوله د امنيت ټينګولو له پاره ځای پر ځای شي.

دغه هيواد همدا راز له روسیې څخه هم چې تر ټولو ستره پوځي اډه یې د پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوريت کې پرته ده، په دې اړه د مرستې ډاډ ترلاسه کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)