1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

په بیت المقدس کې دوو چاودنو مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ آذر ۲, چهارشنبه

اسرائيلي چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ د بیت المقدس ښار په دوو تمځایونو کې دوې چاودنې شوي چې پکې یو کس مړ او ۱۵ نور ټپيان شوي دي. د اسرائيل پولیس وايي داسې ښکاري چې دا د فلسطيني یاغیانو یوه حمله وي.

https://p.dw.com/p/4JvoB
Israel - Explosion in Jerusalem
انځور: Mahmoud Illean/APpicture alliance

د رويترز خبري آژانس په حواله، پولیس وايي چې لومړنۍ چاودنه د یوې چاودېدونکې وسېلې وه چې د ښار خروجي سېمې ته نژدې د بس په يوه تمځای کې ښخه کړل شوې وه او دوهمه چاودنه د ښار په شرقي سیمه کې د بس په یو بل تمځای کې شوې ده.

دواړي چاودنې د شاوخوا ۳۰ دقیقو زماني فاصلې په منځ کې شوي او د پولیسو په وینا داسې ښکاري چې دا د فلسطيني یاغیانو کار وي.

د لومړنۍ چاودنې څخه ۱۲ کسان او د دوهمې هغې څخه ۳ کسان روغتون ته انتقال شوي دي. د آلمان خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په دغو چاودنو کې یو کس مړ شوی دی.

اسراییلو په غزه کي د حماس پر یوه مرکز باندي حمله کړې

د ژغورنې خدماتو د څانګې يو ویاند ويلي دي چې یو کس د سختو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړې او زیاتوي چې ډېر کسان شدید ټپيان شوي دي.

د چهارشنبې ورځې چاودنو په بسونو کې د ۲۰۰۰م او ۲۰۰۵ کلونو حملو یاد راتازه کړی کوم چې په ادامه ېې د اردن سيند په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې د مياشتو له پاره تاوتريخوالي له ځانه سره لاره.

د فلسطينيانو حماس ډلې چې د غزې په تراډې کنټرول لري د چاودنو هرکلی کړی دی. د حماس یو ویاند، عبداللطیف القانوع، ويلي دي چې دغه چاودنې «د اشغال او ميشت شوو له خوا د ترسره شوو جنایاتو پایله ده.»

د اسراییلو او فلسطیني وسله والو ترمنځ خونړې نښتو یو ځل بیا زور اخیستی

د فرانسې خبري آژانس بېا د القانوع له قوله ليکلي دي چې هغه د دغو چاودنو هرکلی کړی او په اړه ېې فلسطينيانو ته مبارکې ورکړې ده.

په اسرائيل کې د اروپايي اتحادېې سفير پر ټويټر ليکلي دي: «زه د قربانيانو له کورنيو سره د ژورې خواخوږي مراتب وړاندې کوم او ټولو ټپیانو ته د عاجلې روغتيا هيلې کوم. ترور هيڅکله نه توجیه کیږي.»

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟