1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسراییلو په غزه کي د حماس پر یوه مرکز باندي حمله کړې

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

اسراییلو پرون شپه د غزې په تراډه کي د حماس پر یوه مرکز او نظامي ساحه باندي هوايی حمله کړې ده. د اسراییلو پوځ ویلي، چي دغه حمله یې د غزې څخه یو ورځ مخکي د راکټونو دفیرونو په جواب کي کړې ده.

https://p.dw.com/p/3yg7s
Hisbollah schießt Raketen auf Israel
انځور: Ayal Margolinc/ JINIPIX/AP/picture alliance

د رپوټو پراساس د اسراییلو د دغو هوايي بمباریو په نتیجه کي د ممکنه تلفاتو خبر نه دی ورکول سوی. تردې دمخه د اسراییلو اطفايې ویلي وه، چي د دغو بمباریو په نتیجه کي د غزې سره یې پر سرحدي فلسطیني ناحیه، ایشکول کي څلور ځایه اورونه لګیدلي دي.

تر دې دوې اوني دمخه هم د اسراییلو پوځ د غزې د تراډي څخه د راکټونو د فیرونو په عکس العمل کي د فلسطین ساحلي سیمي بمبار کړي وې.

خو تازه متقابلو حملو په تیره می میاشت کي د نظامي تشنج او کشمکشونو وسعت لا نه دی پیدا کړی، د کوم پر اساس چي د تشنج د له منځه وړلو پخاطر مصر باید منځګړیتوب کړی او په منځ کي يې اوربند رامنځته سوی وای.

Gaza Erstes gemeinsames Manöver radikaler Palästinenser-Gruppen
انځور: Mohammed Salem/REUTERS

د اسراییلو پوځ په تیرو څو ورځو کي د لبنان په جنوب کي د حزب الله پر هدفونو باندي هم بمبارۍ کړي دي. د اسراییلو په خبره پدې وسیلې سره هم هغوی د حزب الله له طرفه د راکټونو د فیرولو په عکس العمل کي دغه بمبارۍ کړي دي.