په بنگله دیش کي د محصلینو احتجاج؛ تر ۵۰۰ زیات کسان نیول سوي
۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبهپه پلازمېنه ډاکه کي د پولیسو ادارې یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د ۵۳۲ نیول سوو کسانو په ډله کي د بنگله دیش د ملي اپوزیسیون گوند (BNP) پخواني غړي هم شامل دي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، په دولتي سکتور کي د سهمیه بندۍ د نظام پر وړاندي د محصلینو په دغه احتجاج کي نږدې ۱۵۱ کسان وژل سوي دي. د یکشنبې په ورځ د بنگله دیش عالي محکمې پریکړه وکړه چی د سهم بندۍ دغه سیستم ډیر محدود کړي او له احتجاج کوونکو څخه وغوښتل سول چي بیرته د وینا ورکولو سالونونو ته ستانه سي. خو د محصلینو یوه استازي څرگنده کړه چي سربیره پردې باید احتجاجونه ادامه پیدا کړي. محصلینو د سهم بندۍ د سیستم د بشپړ لغوه کولو غوښتنه کوله.
د نوموړي سیستم له مخي په عامه خدماتو کي د ښه معاش لرونکو چوکیو څه د پاسه نیمايي برخه ټاکلو اولسي ډلو ته ورکول کیږي. له دې کار څخه په تیره بیا د ۱۹۷۱م کال د هغه پاڅون پر وخت د اتلو سرتیرو کوچنیان مستفید کیږي چي له پاکستان څخه د آزادۍ په تر لاسه کولو سره پای ته ورسید.
د سترې محکمې تر پریکړي وروسته باید یوازي ۷ سلنه چوکۍ ټاکلو ډلو ته ځانگړي سوي وای.
د منتقدینو په حواله نوموړي سهمیې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د پلویانو په ګټه تمامې سوې، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ۱۷۰ میلیونو نفوسو په لرلو سره په دغه هېواد کې قدرت لري او د جنورۍ په میاشت کې په انتخاباتو کې پرته له کوم مخالفته د څلورمې دورې له پاره د ولسمشرۍ له پاره تایید سوه.
GP/NZ/AG