1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په آلمان کې پر خپله قونسلګرۍ «برید» غندلی دی

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

د پاکستان حکومت د آلمان په فرانکفورټ ښار کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ له ودانۍ څخه د بيرغ راښکته کولو پېښه په کلکه غندلې ده او د آلمان له حکومته یې د دې پېښې د مسئولينو پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4iZnX
د آلمان په فرانکفورت ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ ودانۍ
پوليسو ويلي دي چې دوی يو شمير کسان د ودانۍ له احاطې را وايستل او مظاهره یې منحل کړه.انځور: Screenshot/x/@pakistan_untold

دا پېښه د شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د جولای ۲۰) هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله قهرېدلي کسان چې د افغانستان بيرغ ورسره وو، په زور د پاکستان د قونسلګرۍ ودانۍ ساحې ته ور داخل شول.

په ټولنیزو رسنیو کې د دې صحنو په ويډيو کې يو سړی ليدل کيږي چې وسپنیزې ميلې ته ورپورته کيږي او د پاکستان بېرغ راکښته کوي. په ويډيو کې دا هم ليدل کيږي چې دغه کسان د قونسلګرۍ پر ودانۍ د ډبرو ګوزارونه کوي.

د آلمان پوليسو ویلي دي چې دا پېښه د قونسلګرۍ مخې ته د يوې مظاهرې پر وخت رامنځته شوې ده چې کابو ۴۰۰ کسانو پکې ګډون کړی وو. زياته شوې ده چې له پنځو تر لسو کسانو د دغه دپيلوماتيکي ماموريت ودانۍ د ساحې پر کټارو ور اوښتي ول.

پوليسو ويلي دي چې دوی يو شمير کسان د ودانۍ له احاطې را وايستل او مظاهره یې منحل کړه.

دې مظاهره کوونکو د پاکستان پر پوځ او استخباراتو د يو شمير «منتقدينو او سياسي مخالفينو د وژلو» تورونه لګولي دي.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان حکومت د يکشنبې په ورځ په دې تړاو غوسه څرګنده کړې ده.

په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «د پاکستان حکومت د آلمان په فرانکفورت ښار کې د خپلې قونسلګرۍ پر ودانۍ باندې د يوه ډله افراطيانو بريد او همدا راز د خپل قونسلي ماموريت د حرمت او امنیت په خوندي ساتلو کې د آلماني چارواکو پاته راتلل غندي.»

په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په فرانکفورټ کې دا پېښه په کلکه غندلې ده.انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په دې اعلاميه کې زياته شوې: «موږ د آلمان له حکومت سره خپل احتجاج شريکوو.»

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د ويانا کنواسيون ته په پام سره دې په هېواد کې د ديپلوماتيکي ماموريتونو او د هغو د کارکوونکو د خونديتوب له پاره ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کومې ډلې او يا ځانګړو کسانو چې ښايي په پېښه کې ښکيل وي، د نوم اخيستلو پرته ویلي دي: «موږ له آلماني چارواکي غوښتي دي چې د شنبې په پېښه کې د ښکيلو کسانو د نيولو او قانوني تعقيب له پاره دې چټک اقدام وکړي او هغه دې ځواب ويلو ته راکش کړي چې د دې امنيتي نيمګړتيا مسئوليت یې پر غاړه دی.»

د فرانکفورت پوليسو ویلي دي چې د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه:

په آلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون