1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې

۱۴۰۳ تیر ۸, جمعه

په ایران کې د مړه شوي ابراهیم رئیسي د ځای ناستې ټاکلو له پاره د ټول هیواد په کچه نن د جمعې په ورځ تر وخت مخکې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې. څلور نوماندان د جمهوري ریاست د څورلسمې دورې په دغو ټاکنو کې رقابت کوي.

https://p.dw.com/p/4hdTt
Iran | Wahlen
په ایران کې د جمهوري ریاست نوماندانانځور: Majid Asgaripour/WANA/REUTERS

د ایران د نوي ولسمشر د ټاکلو له پاره د رای اچونې بهیر د جمعې په ورځ (د جون میاشتې ۲۸ نیټه) په سهار پیل شو. د شرایطو درلودونکو اتباعو پر مخ د رای اچونې مرکزونه د سیمه ایز وخت مطابق د سهار پر اتو بجو پرانیستل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په یوه تلویزوني وینا کې ویلي دي: «موږ ولسمشریزې ټاکنې پیلوو» هغه ویلي دي چې «ټاکنې په بشپړ امنیت کې ترسره کیږي.»

پر شاوخوا ۶۱ میلیونه د رای ورکونې شرایطو درلودونکو ایرانیانو غږ شوی دی چې په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

د ایران محافظه پاله ساتونکي شورا، د یوه اصلاح غوښتونکي په ګډون شپږ نوماندان تائید کړي دي. وروسته له دې چې دوه محافظه پاله نوماندان له خپلې نوماندۍ تیر شول، اوس یوازې څلور نوماندان مسعود پزشکیان، مصطفی پور محمدي، سعید جلیلي او محمد باقر قالیباف، باقي پاتې دي.

د رپوټونو په حواله په ټول ایران کې د رای اچونې ۵۸ زره مرکزونه شته. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له هیواده بهر د ایران په سفارتونو او قونسلګریو کې یې د رای اچونې ۳۴۴ مرکزونه په پام کې نیولي دي.

په می میاشت کې د دغه هیواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د یوې څرخۍ الوتکي د رالوېدو په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. له همدې امله د جمهوري ریاست انتخابات چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۵کال په لومړیو کې شوي وای، تر وخت مخکې کیږي. د ایران د جمهوري ریاست په څورلسمه دوره کې ټاکل شوې ده چې د دغه هیواد نهم ولسمشر وټاکل شي.

Iran Wahl 2024 Teheran
تهران کې د رای اچونې یوه مرکزانځور: AFP

د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، خپله رایه په صندوق کې واچوله او اوسنۍ ټاکنې یې یوه «مهمه سیاسي ازموینه» وبلله. نوموړي د ټاکنو په درشل کې په خپله یوه وینا کې د خلکو پر پراخ ګډون او رڼو ټاکنو ترسره کولو ټينګار کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د مختلفو نظر پوښتنو او ساحوي رپوټونو پر اساس د ټولنې یوه لویه برخه د انتخاباتو په اړه ناهیلې دي.

له اقتصادي وضعیت څخه د خلکو د نارضایتۍ په پام کې نیولو سره کارپوهان وړاندوینه کوي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون یا مشارکت کچه به ټيټه وي.

د رپوټونو اوتازه نظرپوښتنوله مخې، د هغو له جملې څخه د افکارسنجۍ موسیسې نظرپوښتنه چې د جون مياشتي پر ۲۲ نېټه خپره شوه، د غبرګولي له شپږم تر نهمې پورې زماني دوره کې د «قطعي مشارکت» نرخ ۵۳،۴ سلنه وو، په داسې حال کې چې د غبرګولې له ۲۹ تر ۳۱ پورې زماني دوره کې ۴۵،۵ سلنې ته را ټيټه شوې ده.

په ایران کې اوسنۍ تر وخت مخکې انتخابات په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې په منځني ختیځ کې د جګړې شدت سیمه ناارامه کړې ده او دغه هیواد د نړیوالو بندیزونو له اقتصادي اغیزو سره مبارزه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د رئيسي مړینه: د طالبانو پر وړاندې به د ایران سیاست بدل شي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب