1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا د ایران د ۳ میلیارده ډالرو ازادیدل تائید کړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ايران د کنګل شویو شاوخوا درې میلیارده ډالرو ازادیدل تائید کړل. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې دا پیسې باید «د بشردوستانه موخو او اړینو توکو د پیرودلو له پاره» ولګول شي.

https://p.dw.com/p/4SXm1
USA Janet Yellen und Marilynn Malerba
انځور: Andy Jacobsohn/AFP/Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر د سه شنبې په ورځ )جون ۱۳مه)  په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړه، چې ایران په عراق کې د بندو شویو درې میلیارده ډالرو ته لاس رسی پیدا کړ او دغه هېواد کولی شي، په عراق کې په خپلو حسابونو کې پیسې د بشردوستانو موخو او د غیر تصویب شویو معاملو له پاره وکاروي.

اړوند مطلب: امریکا پر ایران بندیزونه کموي

میلر د خپلو خبرو په دوام وویل، دا هغه اقدام دی چې په تېرو کلونو کې د امریکا پخواني حکومت د قضیې پر اساس ترسره کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز زیاته کړې ده چې دا اقدام د امریکا له قانون سره سم او د عراق حکومت سره په بشپړې همکارۍ شوی دی.

رویترز خبري اژانس د عراق د بهرنیو چارو وزارت د یوه لوړي چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې نشر شي، په عراق کې د ایران د کنګل شویو پیسو ۲،۷۶ میلیارده ډالر چې د ایران د برېښتا او ګازو پیسې وې، د ازادیدو خبر ورکړی دی.

اړوند مطلب: ایران په لبنان کي د برق دستگاوي جوړوي

د «منځني ختیځ« په نوم د عراق یوې خبري ویب پاڼې رپوټ ورکړل دی چې دا پیسې به د عراق تجارتي بانک له لارې انتقالیږي او له دغو پیسو به یوازې د ایراني حجیانو د لګښتونو او په ایران کې د خوراکي توکو د صادراتو په برخه کې ولګول شي.

د ایران میلیاردونه ډالر په دې هېواد کې د بندیزونو له امله په جنوبي کوریا، عراق او څو نورو هېوادونو کې کنګل شوې دي.

dw-fz.nz