1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

په ایران کې د پارلماني ټاکنو لپاره رایه اچونه کېږي

۱۴۰۲ اسفند ۱۱, جمعه

نن جمعه د مارچ په لومړۍ نېټه په ایران کې پارلماني ټاکنې کيږي. اټکلونه شوي چې د رايه اچونې شرحه به ټيټه او محافظه کار سياستوال به گټونکي وي.

https://p.dw.com/p/4d4HW

دا ټاکنې په داسې وخت کې کېږي چې ایران د نړیوالو بندیزونو له امله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. په دغه هيواد او د نړۍ په ډېرو برخو کې د مهسا امیني د مړینې پر ضد پراخ لاریونونه وشول. د دې ترڅنگ د اسرائیلو او حماس ترمنځ روانې جګړې هم په دغه هېواد کې سېمه ییزه بې ثباتي رامنځته کړې ده.

په ایران کې له ۸۵ میلیونه نفوس څخه ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو وړ دي.

دوی به د پارلمان د غړو تر څنګ د «مجلس خبرګان رهبر» غړو ته هم رایه ورکړي چې د ایران د ستر رهبر ټاکلو صلاحيت لري.

د ایران پارلماني ټاکنې، د کوم بدلون هیله شته؟

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې رایه ورکوونکي د اقتصادي ستونزو، د واکمنانو د سخت دریځۍ او نړیوال انزوا له امله رايه ورکوونکي ناهيلي دي او د رایې ورکولو لیوالتیا یې کمه ښکاري.

ایران د تیرو ټاکنو راهیسې د سختو نړیوالو بندیزونو له امله ډېر اغېزمن شوی دی او همدارنګه د ایراني پولیسو له لوري د کردۍ مېرمنې مهسا امیني د وژلو په غبرګون کې سختو او دوام داره لاریونونو د دغه هېواد د رهبرانو لپاره ډېرې ستونزې جوړې کړې.

د دې هیواد په وروستیو ۲۰۲۰م کال پارلماني ټاکنو کې د رایه ورکوونکو ونډه ۴۲،۵۷ سلنه وه چې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته تر ټولو ټیټه ونډه ګڼل کېدله.

په وروستیو اونیو کې د دغه هېواد د ټاکنو د بایکاټ غږونه هم شوي دي. د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ښځو حقونو فعالېنرګس محمديهم یادې ټاکنې درغلي یاده کړې ده.

نرگس محمدي ته د نوبل جايزې پر ورکړه د ايران غوسه

د ایران د ستر مشر خامنه يي غوښتنه

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له رایه ورکونکو غوښتي چې خپلې رایې وکاروي.

خامنه يي د چهارشنبې په ورځ له خلکو وغوښتل چې رایه ورکړي او دا یې یوه ملي دنده وبلله. هغه وویل، هغه کسان چې په ټاکنو کې د برخه اخېستو په اړه لیوالتیا نه ښیي او نور هم هڅوي چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، باید بل ډول فکر وکړي.

خامنه يي د کمپاین په وروستۍ ورځ وویل: «دا مهمه ده چې نړۍ ته وښایو چې ملت متحرک دی.» په وينا يې »ځکه د ایران دښمنان غواړي په یوه یا بله بڼه ستاسو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.«

د ایران دغه ستر مشر ویلي امریکا او اسرائیل په ټاکنو کې د خلکو له ګډون څخه ویره لري.

د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک مشر، حسین سلامي هم د پنجشنبې په ورځ وویل، هره رایه د یوه توغندي په څېر ده چې زموږ د سختو دښمنانو په زړه کې لګېږي.

هغه زیاته کړه، «په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به د بهرنیو لاسوهنو مخه ډب کړي»

 

د ایران پارلمان ته غړي څنګه ټاکل کیږي؟

د ایران د ۲۹۰ کسیز پارلمان لپاره چې په رسمي ډول د اسلامي مشورتي شورا په نوم یادیږي، څه باندې ۱۵۰۰۰ کاندیدان د دغه څوکیو لپاره سیالي کوي چې د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

په دغه پارلمان کې پنځه څوکۍ د ایران د مذهبي اقلیتونو لپاره ځانګړې شوې دي.

په دغه ټاکنو کې د ګډون لپاره شاوخوا ۴۹ زره کسانو نوم لیکنه کړې وه، خو د رهبرۍ شورا د غوښتنلیکونو له ارزونې وروسته ۱۵۲۰۰ نوماندان تایید کړل.

 

امریکا؛ په ایران کې د ازادو او عادلانه ټاکنو تمه نه کېږي

امریکا وايي تمه نه لري چې په ایران کې د جمعې د ورځې پارلماني ټاکنې ازادې او عادلانه وي.

د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتیو ملز د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د ایران د انتخاباتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « زه فکر کوم یو زیات شمېر ایرانیان تمه نه لري چې ټاکنې به ازادې او عادلانه وي.»