1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهایران

د مهسا د مړیني کلیزه؛ خو ولې ایران کې د لاریونونو څرک نشته؟

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

نن د شنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۶ په ټول ایران کې د جینا مهسا امیني مړینه لمانځل کیږي، هغه ښځه چې د تیر سپټمبر په میاشت کې یې مړینه په ټول هیواد کې غوسه راوپاروله او ټول احتجاجي غورځنګ یې سره متحد کړ.

https://p.dw.com/p/4WQ9Q
د جینا مهسا امیني د مړیني کلیزه
د جینا مهسا امیني د مړیني کلیزهانځور: DW

دغه ٢٢ کلنه ښځه جینا مهسا امیني د اسلامي لباس له سخت قانون څخه د سرغړونې په تور د خپل هیواد د امر بالمعروف او یا د اخلاقي پولیسو له لوري  ونيول شوه.

مهسا د نیول کیدو وروسته په ناڅرګنده شرایطو کې کوما ته ولاړه او ورسته بیا د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر پر ۱۶ مړه شوه. د هغې مړینې په ټول هیواد کې په پراخه کچه لاریونونه را وپارول.

له دغې پیښې وروسته د "ښځه، ژوند، آزادۍ" شعار په تېره بیا د ایران د ځوان نسل په منځ کې د دغه هېواد د ظالمانه سیاستونو په وړاندې د اعتراض د سمبول په توګه پیل شو. دغه پراخ لاریونونه چې په ټول ایران کې ترسره شول د امنیتي ځواکونو په تاوتریخوالي سره شنډ کړل.

خو سږ کال د امیني د مړینې د کلیزې په درشل کې د لاریونونو څرک نه معلومیږي دا ځکه چې اعتراض کوونکي له دې ویره لري څو یو وار بیا د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي سره مخ نشي.

خو په ورته وخت کې بیا د کردي سیمواوسیدونکي پلان لري چې دا ورځ ولمانځي او ځینې دوکانونه د پیوستون له امله وتړي.

د عیني شاهدانو په وینا، امنیتي ځواکونه او پوځیان د جینا مهسا امیني د کور شاوخوا سیمو ته استول شوي دي.

په عین حال کې د ایران امنیتي ځواکونو په لویو ښارونو کې هم د احتمالي لاریونونو له پاره ځانونه چمتو کړي ډي.

د امیني د مړیني د کلیزي په درشل کې نن په ټوله نړۍ کې یو شمیر لاریونونه ترسره شول.