1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خامنه اي ته پر امریکایي سرتیرو د برید په اړه د بایډن خبرداری

۱۴۰۲ آبان ۴, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس د ايران مذهبي مشر خامنه اي ته خبرداری ورکړی دی چي که د ایران نیابتي ډلې په منځني ختیځ کې پر امریکايي ځواکونو برید وکړي امریکا به یې ځواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/4Y31g
Washington White House Biden Rede Israel Ukraine
بایدن ټينګار وکړ چې د امریکا دغه اقدام به له اسرائیل سره هیڅ تړاو و نه لري.انځور: Jonathan Ernst/AFP

د امریکا ولسمشر جو بایدن د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۵) په سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له لومړي وزیر سره په یوه خبري کنفرانس کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو د وروستیو بریدونو په اړه غبرګون وښود.

بایدن وویل، که ایران او یا یې نیابتي وسله وال په منځني ختیځ کې پر امریکايي اډو برید وکړي، ځواب به یې ورکړي: «آیت الله ته زما خبرداری دا دی چې که هغه زموږ پر ځواکونو خپلو کړنو ته دوام ورکړي، موږ به یې ځواب ووایو او دوی باید چمتو وي.»

بایدن ټينګار وکړ چې د امریکا  دغه اقدام به له اسرائیل سره هیڅ تړاو و نه لري.

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل چې پر اسرائیل د حماس له برید مخکې هغو شرایطو ته بیرته ستنیدل نور امکان نه لري، هغه ټینګار وکړ "هر هغه څه چې په راتلونکي کې کیږي باید د دوو دولتونو حل لاره وي."

روسيې او چين په امنيت شورا کي د امريکا قطعنامه ويټو کړه

روسیې  او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د کړکېچ په اړه د امریکا له خوا وړانديز شوی پریکړه لیک ویټو کړ.

د امریکا متحده ایالاتو له خوا وړاندیز شوي پریکړه لیک کې د غزې تړاډي ته د مرستې لیږلو له پاره د جګړې د "بشر دوستانه ودریدو" غوښتنه شوې. په دغه پریکړه لیک کې له دې هم ملاتړ شوی چې " ټول هیوادونه" د جګړې د قوانینو په مراعتولو د خپل ځان د دفاع حق لري. خو دغه پریکړه لیک په غزه کې د بشپړ اوربند غوښتنه نه ده کړې.

USA New York | UN-Sicherheitsrat | Debatte über Nahost | Antonio Guterres, Generelsekretär
 روسیې او چین د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غزې د کړکېچ په اړه د امریکا له خوا وړانديز شوی پریکړه لیک ویټو کړ.انځور: Seth Wenig/AP Photo/picture alliance

د غزې په اړه د روسیې د پریکړه لیک په مسوده کې د "سمدستي دایمي او بشردوستانه اوربند" غوښتنه او د ملکي وګړو  پر وړاندې هر ډول تاوتریخوالی غندل شوی، خو دغه پریکړه لیک ټاکلې رایې ترلاسه نه کړې.

وال سټریټ ژورنال: ایران تر برید مخکې د حماس ځواکونه روزلي ول

وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې د ځینو کره سرچینو په حواله لیکلي دي، چې مخکې له دې چې حماس پر اسرائيل برید وکړي، ایران، د حماس شاوخوا ۵۰۰ ځواکونه او نورو ملیشو ته چې په غزه کې مېشت دي، ځانګړې پوځي روزنه ورکړې وه.

د دغې امریکايي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پوځي روزنه د روان کال په سپټمبر میاشت کې په ایران کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک تر څارنې لاندې شوې.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان اسماعیل قاآني او د فلسطیني ملېشو ځينو لوړ پوړو چارواکو هم له دغو روزنو لیدنه کړې ده.

ایران په رسمي ډول د وال سټریټ ژورنال راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو نورنیوز چې د ایران ملي امنیت شورا ته نیږدې رسنۍ ګڼل کیږي پر ایکس یا (پخواني ټویټر) دغه راپور دروغ ګڼلی او د فلسطین "مقاومت یې خپلواک د خلکو له خوا ملاتړ شوی او بالغ جریان، یاد کړی."

جاپان له اسرائیل غوښتي چې بريدونه بند کړي

جاپان له اسرائیل څخه غوښتي دي چې په موقتي ډول خپل بریدونه ودروي څو بشري مرستې غزې ته واستول شي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر یاده غوښتنه په توکیو کې د اسرائیل له سفیر سره په ليدنه کې کړې ده.