1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د تبعيضي چلند ستونزه

۱۴۰۲ آبان ۱۸, پنجشنبه

په المان کې تبعیضي چلند مختلف ناوړه شکلونه لري چې په ټوله ټولنه کې خپور دی. په ملي کچه د ترسره شوې یوې سروې پایلې ښيې چې په دغه هیواد کې تورپوستي، آسیایان او مسلمانان په ورځنیو چارو کې له تبعیضي چلند سره مخامخ کیږي.

https://p.dw.com/p/4YceD
Symbolfoto Antidiskriminierungsgesetz I Antidiskriminierung I Antirassismus
انځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

په المان کې تورپوستان، د څادر پر سروونکي مسلمانې ښځې او یا داسې کسان چې په الماني ژبه ښې خبرې نه شي کولی او یا یې هیڅ ویلی نه شي، توهینوونکی وضعیت او یا له سپکاوي سره مخامخ کیدل ورته ورځنې معمول دی. په المان کېتبعیضي چلندمختلف ناوړه شکلونه لري چې په ټوله ټولنه کې خپور شوی دی.

دا خبره د مهاجرت او ادغام له پاره د المان څیړنیز مرکز (DEZIM) له خوا ترسره شوې یوې سروی له پایلو څخه معلومه شوه چې رپوټ یې تیره اونۍ په برلین کې وړاندې شو. د دې سروی په ترڅ کې د ۲۰۲۲م کال له جون څخه تر نومبر میاشت پورې ۲۱ زره کسان پوښتل شوي دي.

د دغه سروی د رپوټ پر اساس پهالمانکې تر نیمایي (۵۴ سلنه) ډیر تور پوستانو لږ تر لږه یو ځل تبعیضي چلند تجربه کړی دی. له دې ډلې په هرو پنځو کې یوې ښځې ویلي چې په کال کې څو ځله ګواښل کیږي او یا ځورول کیږي.

په سروی کې ګډون کوونکو ۱۴ سلنه مسلمانو ښځو او ۱۳ سلنه اسیایي ښځو هم دې ته د ورته مسایلو یادونه کړې ده.

د (DEZIM) مشره نائیکه فروتن چې هڅه کوي په المان کې د توکمپالنې ضد د څار یو دایمي سیستم رامنځته کړي، وایي: «په پرله پسې ډول د تعصب او توکم پالنې تجربه کول پر روغتیا هم اغیز کوي او له دې سره پر حکومتي ادارو باور کمیږي چې دیموکراسي کمزوری او په خطر کې اچولی شي.»

د اغیزمنو اقداماتو اړتیا

۴۱ سلنه تورپوسته نارينه و او ۳۹ سلنه مسلمان نارينه و له پولیسو سره په معاملاتو کې له تبعیضي چلند سره د مخامخ کیدو خبره کړې ده. دوی په عامه دفترونو کې هم له توکمپالنې او تبعیضي چلند سره مخ شوي دي.

کله چې د روغتیایي خدماتو خبره کیږي هلته هم دوی له تبعیض سره مخامخ شوي دي. بې له سپین پوستو څخه نور خلک له ډاکترانو څخه د وخت اخیستلو په برخه کې هم له ستونزو سره مخامخ وي او مشکل یې لږ جدي نه نیول کیږي.

تورپوستي، مسلمانان اوآسیایي خلک وایي چې په درملنه کې ځنډ یا ورسره د خراب چلن کیدو یا ډیر وختونه د ډاکتر بدلولو له ویرې له علاج کولو څخه ډډه کوي.

د  (DEZIM) شریک دایریکټر فرینک کالټر وویل: «زموږ له شمیرو څخه معلومیږي چې د تبعیضي چلند او توکمپالنۍ تجربې د اضطراب او ژور خفګان ناروغیو له علایمو سره ډیري واضح اړیکې لري.»

نوموړی سیاستوالو او ټولنې ته دا سپارښتنه کوي چې د ملکي ټولنې هغه ادارې چې د دیموکراسۍ، آزادۍ او په امنیتي لحاظ د خوندي ټولنې له پاره کار کوي، باید د دغو پيښو د مخنیوي او اغیزمنو کسانو سره د مرستې له پاره اقدام وکړي.

د ادغام له پاره د المان د فدرالي ادارې کمیسار ریم البالي رودووان، خبرداری ورکړ چې «د پوټکي رنګ یا کورنی نوم(تخلص) نباید د طبي مراقبت په کیفیت یا څرنګوالي کې یو ټاکونکی عنصر وي». هغه وویل چې ډاکترانو، نرسانو او د روغتون پرسونل ته باید د تبعیضي چلند پر وړاندې روزنه ورکړل شي او له دا ډول تصوراتو څخه باید خبر کړای شي.

له یوې مودې راهیسې دا ډول غوښتنې د دولتي ادارو او دفترونو د کارمندانو په هکله هم کیږي.

مارسیل فرسټیاو: ش.ن/ ب.ص