1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د کولن مسجد کې له اذانه هېڅ شکایت نه دی شوی

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د کولن ښار چارواکیو ویلي، چې د دغه ښار د مسلمانانو په تر تولو لوی مسجد کې په لوړ غږ د اذان پروژه بریالۍ پر مخ ځي او تېرو شپږو میاشتو کې ترې هېڅ شکایت نه دی شوی.

https://p.dw.com/p/4PZ2O
د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجد
د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجدانځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

د آلمان کولن کې د مسلمانانو په مرکزي مسجد کې په لوړ غږ د جمعې د لمانځه له پاره د اذان له پیلولو شپږ میاشتې تېرې شوې. د دې پروژې د پیل پر مهال ډېرې اندېښنې وې، چې په لوړغږ کې د اذان پر کولو به ځايي خلک شکایت وکړي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د کولن ښاروالۍ ویاند د کا ان ای الماني خبري اژانس ته ویلي: «تر اوسه د ځايي اوسېدونکیو او نورو خلکو له لوري کوم شکایت د کولن ښاروالۍ ته نه دی ورکړل شوی.»

هغه ویلي، د کولن د مسلمانانو مرکزي مسجد چې د ترکیې د اسلامي ټولنې «دیتیب» اړوند او د کولن په ایرینفیلډ سیمه کې دی، د غږیزې ککړتیا مخنیوي په موخه ټول شرطونه عملي کوي. دا شرایط په روژې میاشت کې هم عملي کېږي. ویل شوي، تر اوسه کولن ښاروالۍ له جمعې ورځ ورهاخوا د نورو ورځو له پاره د اذان کومه غوښتنه نه ده تر لاسه کړې.

د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجد
د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجدانځور: Mesut Zeyrek/AA/picture alliance

تېر کال کولن ښار په یوې ازمېښتي پروژه کې دغې مسجد ته اجازه ورکړه، چې د جمعې اذان په لوډ سپیکر کې کولی شي. د دې کار له پاره د غږ د لوړوالي اندازه او وخت په پام کې نیول شرط هم ایښودل شوی. کولن ښاروالۍ د لوړغږي اذان د مذهبي ازادیو له پاره مهم ګڼلي.

کېسمن: د اذان غږ په آلمان کې د زغم او دين د آزادۍ نښه ده

د کولن د مسلمانانو په مرکزي مسجد کې په لومړي ځل د تېر کال د اګست پر ۱۴ نېټه دوو لوډسپيکرو کې د مسجد په داخل کې اذان وشو. له هغې وروسته هره جمعه اذان کېده، له لګول شویو شرطونو یو دادی، چې د اذان غږ باید له ۶۰ ډسیبل زیات نه وي. همدا راز باید یو کس شکایتونو ته د رسېدو له پاره ټاکل شوی وی.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

تمه وه، چې دا پروژه به نورو مسجدونو کې د ورته غوښتونو پیلامه شي؛ خو کولن ښاروالۍ ویاند «کلنر شتات انڅایګر» ورځپاڼې ته د پنجشنبې پر ورځ ویلي، چې تر اوسه نورو اسلامي ټولنو نورو مسجدونو کې په لوړ غږ د اذان کولو غوښتنه نه ده کړې. د هغه په وینا، تېر کال لسو نورو مسجدونو دغې پروژې سره لېوالتیا ښودلې وه.

د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجد
د المان په کولن کې د مسلمانانو لوی مسجدانځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

آلمان کې د ترکیې د اسلامي ټولنې یا «دیتیب» د مالوماتو له مخې، دې هېواد کې شاوخوا ۲۵۰ مسجدونه دي، چې اذان پکې کېږي؛ خو د کولن مرکزي جماعت لوړ ارزښت لري.

آلمان کې د دې ازمېښتي پروژې له معرفي کولو وروسته ډېر بحثونه راپورته شول. نیوکه کوونکیو یوه اقلیت ته د غیرضروري لومړیتوب له امله خبرداری ورکاوه. یوه نیوکه دا وه، چې دا کار ښايي په ټولنه کې بنسټ پالنه قوي او ښځو سره توپيري او يا ناوړه چلن پياوړی کړي. دا پروژه له دې امله هم تر نیوکې لاندې وه، چې د ترکیې اسلامي ټولنه «دیتیب» المان کې د ترکیې د دولت د لاس آله گڼل کيږي.

د آلمان په کولن ښار کې په لومړي ځل اذان اورول کيږي

خو د کولن ښاروالې، هنریتا رکر له دې پروژې د دوه اړخیز درناوي په توګه ننګه کوله. هغه ویلي وو: «کله چې موږ خپل ښار کې د کلیسا د زنګ غږ تر څنګ د اذان غږ واورو، نو دا په کولن ښار کې د تنوع د شتون ښکارندوی کوي او څرگندوي هغې ته ارزښت ورکول کېږي.»