1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې پراخ تبعیض موجود دی او قوانین باید تغیر شي»

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د رسمي شمېرو له مخې په آلمان کې په پراخه کچه تبعیض شتون لري. د آلمان له تبعیض سره د مبارزې فدرالي مرکز په ۲۰۲۱ کې په دې تړاو ۵۶۰۰ راپورونه ترلاسه کړي او وایي د آلمان قوانین باید د نړیوالو معیارونو سره سم بدل شي.

https://p.dw.com/p/4Ff6n
Berlin | Ferda Ataman | Antidiskriminierungsbeauftragte
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان د تبعیض پر وړاندې مرکز ته په تېر میلادي کال کې د ۵۶۱۷ بیلابیلو تبعیضي قضیو راپور ورکړل شوی دی. یاد سازمان چې د کورنیو، ښځو او ځوانانو وزارتونو سره تړلی دی، څرګندوي چې په ۲۰۰۶ کال کې د دغه سازمان تر جوړیدو وروسته دا د تبعیضي پیښو د ثبت له مخې دویم لوړ ریکارډ دی. تر ټولو ډیر شکایتونه یعنې شاوخوا ۳۷ سلنه راپور شوې قضیې د نژادي تبعیض په توګه ثبت شوي دي. دغه شمیر د دغه سازمان د نوي ټاکل شوي مشر فردا آتامان له لوري په برلین کې خپرې شوې.

د تبعیض قضیې د مهاجرینو پر وړاندې یوازې د ښي اړخو نژاد پرستانه انګیزو پورې محدودې ندي، بلکې همدا راز دغه راز پیښې د هغو کسانو پر وړاندې هم شوي دي چې په آلمانان دي او په مزمنو ناروغیو اخته دي. د راپور له مخې، د تبیعضي قضیو دغه کچه ۳۲ سلنه ښوول شوې ده.

جنسیتي تبعیض

په آلمان کې له تبعیض سره د مبارزې د سازمان د معلوماتو له مخې، په دې شمیرو کې ۲۰ سلنه پیښې د جنسیتي تبعیض دي. شاوخوا ۹ سلنه د دین او عقیدې او څلور سلنه په جنسیتي هویت پورې تړاو لري. د پوښتل شوو کسانو له ډلې ۳۳ سلنه یې خصوصي خدماتو د لاس رسي پرمهال او ۲۸ سلنه یې په کار ځای کې له تبعیضي چلند څخه شکایت کړی دی.

هغه کسان چې په آلمان کې له تبعیض سره مخامخ کېږي کولی شي چې دغه سازمان ته مراجعه وکړي او خپل شکایت ثبت کړي تر څو له حقوقي اړخه له دوی سره د شوي چلند پلټنه وشي.

د تبعیض پر وړاندې د مبارزې دغه آلماني سازمان په ۲۰۲۰ کال کې د تبعیض ۶۳۸۳ قضیې ثبت کړې وې چې د تېر کال یعنې ۲۰۱۹ کال په پرتله یې ۱۲ سلنه کموالی درلود. د دغه سازمان مشر آتامان وایي: «له تبعیض څخه د راپورنو شمېرې موږ ته خبرداری ورکوونکې دي.»

په ورته وخت کې دا شمېرې د دې ښکارندويي کوي چې ډېری کسان اوس محرومیت او تبعیض ته نه تسلیمیږي او په هکله یې خپل غږ پورته کوي. آتامان د آلمان له دولت څخه وغوښتل چې د هغو کسانو حقونه په ښه توګه خوندي کړي چې د مختلفو دلایلو له امله محرومیت تجربه کوي او زیاتوي چې دوی ته دې د خپل حق د ترلاسه کولو په برخه کې امکانات برابر کړي.

په آلمان کې له تبعیض سره د مبارزې د مرکز مسوول په وینا، په آلمان کې اوسني وضع شوي قوانین «د زیانمنو کسانو له لوري د خپلو حقونو د غوښتلو پرمهال دوی ته خنډونه جوړوي.  هغه د آلمان له حکومته غواړي چې د دې هیواد قوانین هم له نړیوال معیارونو سره برابر کړل شي. د دغه سازمان مشر آتامان ژمنه وکړه چې له تبعیض سره مخ شويو کسانو محافظت او ملاتړ ته به دوام ورکوي.