1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوی اختر؛ د طالبانو مشر له اختلاف څخه خبرداری ورکړ

۱۴۰۳ خرداد ۲۸, دوشنبه

د طالبانو مشر د اختر په مناسبت په خپله وینا کې د اختلافاتو په اړه خبرداری ورکړ او د نظام د ملاتړ غوښتنه یې وکړه. بل لور ته د طالبانو مخالفینو په خپل اختریز پیغام کې د دغې ډلې پر وړاند پر مبارزې ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4h9pq
Afghanistan Herat | Islamisches Opferfest Eid al-Adha
انځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې لوی اختر د یکشنبې په ورځ ولمانځل شو، خو طالبانو دوشنبه د لوی اختر ورځ اعلان کړې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د اختر لمونځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده په مشرۍ ترسره شو.

د طالبانو مشر ملاهیت الله د خپلې وینا په ډېری برخو کې اختلاف او بې اتفاقیو ته لمن وهونکي وغندل او له خلکو یې وغوښتل چې د نظام ملاتړ وکړي.

د ملا هبت الله اخندزاده د وینا غږیز فایل چې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له خوا خپور شوی، ویلي یې دي:

«زه په نظام کې دننه او بهر اختلافات نه غواړم، که یوه ورځ ټول موافقه وکړي او ما له خپلې څوکۍ لرې کړي، زه به خوشحاله شم مګر زه خوشحاله نه یم چې اختلافات او نفاق شتون ولري.»

ملا هبت الله اخوندزاده

د طالبانو مشر همدا راز زیاته کړه: «د افغانستان مسلمانانو اختلافات یوې خواته کړئ، تفرقې یوې خواته کړئ. دا اسلامي نظام دی.دا نظام پیاوړی کړئ.»

د طالبانو مشر که څه هم دغه اختلافات په ډاګه نه کړل خو وخت نا وخت د طالب چارواکو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو خبرونه ورکول کېږي.

طالبان: د دوحې په خبرو کې ګډون کوو

بل لورته د طالبانو مخالفو جبهو او بهر میشتو ګوندونو هم د اعلاميو په خپرولو سره د لوی اختر مبارکي ورکړې او د طالبانو پر وړاندې يې د وسله وال مقاومت خبره کړې ده.

احمد مسعود چې د «ملي مقاومت جبهې» مشري کوي، د اختر په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې ویلي دي: «بې له شکه چې په دې حقه جګړه کې به خلک او د هغوی مشروع ارمانونه برلاسي وي.»

د «افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا» چې د ګوندونو یو شمېر مشران او پخواني دولتي چارواکي هم په کې شامل دي، د لوی اختر په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې د طالبانو پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.

د دې شورا په پیغام کې راغلي: « نوره هېڅ لاره نه ده پاتې او یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه د طالبانو پر وړاندې هر اړخیزه جګړه ده.»

یادې شورا همدا راز په خپل بیان کې ویلي چې طالبان به هغه محدودیتونه لېرې نه کړي چې پر ښځو یې لګولي دي او له ټولو خواوو یې غوښتي چې په یوه کرښه کې سره متحد شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپل هغه پیغام کې چې دوه ورځې وړاندې یې د لوی اختر په مناسبت خپور کړی، ویلي: « ټول پوهېږي چې افغانان په ښکاره او واضح ډول یو مشروع حکومت غواړي چې ټولو ته د منلو وړ وي، خو دا کار باید په سوله ییزه توګه ترسره شي، چې دوی د جګړې او وینې تویولو ملاتړي نه دي.»

افغانستان کې محدویتونو،کلتوري جشنونه اوهنر څومره اغیزمن کړي؟