1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د دوحې په خبرو کې برخه اخلي

۱۴۰۳ خرداد ۲۷, یکشنبه

طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې چارواکي به په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په درېیم پړاو خبرو کې ګډون وکړي. ټاکل شوې په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.

https://p.dw.com/p/4h6bt
Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو د افغان فعالانو د بللو له امله په دوحه کې د ملګرو ملتونو په ورته غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.انځور: Stringer/REUTERS

د تېرو دوو پړاونو د بلنې له ردولو وروسته د طالبانو ویاند د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ د جون ۱۶ نېټه) د فرانسې خبري آژانس ته ویلي د دې ډلې استازي به د قطر په پلازمېنه کې په درېیم پړاو خبرو کې برخه واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو خبرو په اړه چې ټاکل شوې د جون میاشتې په پای کې پیل شي وویل: «د اسلامي امارت یو پلاوی به په دوحه کې په راتلونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. دوی به هلته د افغانستان استازیتوب کوي او د افغانستان دریځ به بیانوي.»

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخې مجاهد ویلي چې دغه ډله په دې باور ده چې د قطر د بشري مرستو او پانګونې په اړه په خبرو اترو کې د دوی ګډون به د افغانستان په ګټه وي.

دا غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه له افغانستان سره د یو لړ کړکېچونو په ترڅ کې د نړیوالو اړیکو د زیاتولو په هدف جوړېږي.

په ۲۰۲۱ کې واک ته له رسیدو راهیسې، طالبانو د ټول شموله حکومت جوړولو،  د زده کړو او کار په برخه کې د ښځو د حقونو تضمین کولو غوښتنې رد کړې.

په پایله کې هیڅ هیواد په کابل کې د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. په لوېدیځ کې د دغه هېواد بانکي زېرمې کنګل شوي او د طالبانو لوړپوړي مشران د امریکا په تور نوملړ کې شامل دي.خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې له پاره چې طالب مشران د حج مراسم ترسره کړي تر یوه بریده یې محدودیتونه را کم کړل.

پر دې سربېره تېره اوونۍ اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیونو ډالرو د بشري مرستو بسته اعلان کړه.طالبان له ملګرو ملتونو سره د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکي دي، خو په ورته وخت کې د دغه نړیوال سازمان نوښتونه ردوي.

د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو پریکړه لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه یې وغوښتل چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي. طالبانو تل د افغانستان لپاره د داسې استازي له ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.د فبرورۍ په میاشت کې طالبانو د افغان فعالانو د بللو له امله په دوحه کې د ملګرو ملتونو په ورته غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

آیا د دوحې تړون په بشپړه توګه عملي شوی دی؟

د راپورونه له برخې تیريدل

راپورونه