1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له زیاتیدو څخه خبرداری

۱۴۰۲ شهریور ۱۳, دوشنبه

په افغانستان کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې کمپاین مسوولین خبرداری ورکوي چې په ماشومانو کې د پولیو يا ګوزڼ ناروغۍ پېښې د زیاتیدو په حال کې دي. د هغوی په خبره تر اوسه په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4Vuth
د آرشیف انځور - په افغانستان کې د پولیو واکسيناسيون
د آرشیف انځور - په افغانستان کې د پولیو واکسيناسيون انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

پهافغانستانکې د پولیو پر وړاندې د مبارزې کمپاین مسوولین خبرداری ورکوي چې په دغه هېواد کې په ماشومانو کې د پوليو یا ګوزڼ ناورغۍ په چټکۍ سره د زیاتیدو په حال کې ده. دوی وايي تر اوسه په ننګرهار د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په ماشومانو کې د پوليو یا ګوزڼ ناروغۍ زیاتیدو، له دغې ناروغۍ سره د مبارزې کمپاین مسوولینو اندېښنې راولاړې کړي دي. د دغه کمپاين چارواکو پر ايکس شبکې چې پخوا پر ټويټر پېژندل کېده، په ماشومانو کې د پوليو ناروغۍ له چټکې خپرېدا څخه خبرداری ورکړی دی.

د دغو مسئولينو د معلوماتو پر اساس، د روان ميلادي کال له پېل راهيسې، د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې په ماشومانو کې د ګوزڼ ناروغۍ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دوی ويلي دي چې دغه وضعیت د افغانستان، په ځانګړې توګه د دغه هېواد د ختيځ زون اوسېدونکو له پاره یو جدي ګواښ دی.

د پولیو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاين مسئولینو له خلکو غوښتي دي چې خپل ماشومان واکسين کړي او په دې کار سره هغوی له دايمي فلج څخه وژغوري.

تېر کال د افغانستان په پکتيکا او کونړ ولایتونو کې په ماشومانو کې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې د ۲۰۲۰م کال ۵۶ پېښو ته په کتو د پام وړ کموالي ېې ښوده.

سربېر پر دې چې له کلونو راهيسې د پولیو ناروغۍ د مخنيوۍ په موخه د واکسیناسيون کمپاينونو په لاره اچول کيږي، خو لا هم د دغې ناروغۍ پر ويروس د ماشومانو د اخته کېدو خطر موجود دی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو کمسارو هېوادونو له ډلې دي چې لا هم په کې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللې.

په افغانستان او پاکستان کې د واکسيانسیون کمپاينونه په پرله پسې توګه د ځينو ټولنیزو دلايلو او ناسمو باورونو امله، له هغې ډلې دا چې ګواکې د پولیو واکسين د نه حاملګۍ سبب واقع کيږې له ستونزو سره مخ کيږي. 

افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو کمسارو هېوادونو له ډلې دي چې لا هم په کې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللې
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو کمسارو هېوادونو له ډلې دي چې لا هم په کې پولیو په بشپړه توګه له منځه نه دی تللېانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

له بل لوري د ښځو پر کار د طالبانو لخوا لګول شوي محدوديتونه، په افغانستان کې د ښځينه واکسيناتورانو د کمښت سبب شوی دی.

د طالبانو د دغو محدودیتونو پر اساس، ښځينه واکسيناتورانې باید د واکسيناسیون په کمپاين کې له نارينه محرم او شرعي حجاب سره ګډون وکړي.

پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ يوه عفوني ساري ناروغي ده، چې ماشومان له دايمي فلج سره مخ کوي او حتی کیدای شي د ماشوم د مړیني سبب هم شي.

د دغې ناروغۍ دايمي زيانونه په ځانګړې توګه په کوچنیو ماشومان کې پاتې کيږي. د دغې ناروغۍ ويروس تر ډېره د ناپاکو اوبو له طريقه خپريږي.

د ناروغیو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب