1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

سعودي له افغانستان سره د پولیو په ختمولو کې مرسته کوي

۱۴۰۲ تیر ۹, جمعه

د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت وايي، چې له سعودي عربستان سره د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو برخه کې هم پر همکاریو خبرې شوي.

https://p.dw.com/p/4TH0n
آرشیف انځور: افغانستان کې دوه اونۍ وړاندې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده
آرشیف انځور: افغانستان کې دوه اونۍ وړاندې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې دهانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د سعودي عربستان له روغتیا وزارت سره په دې اړه خبرې شوي، چې دا هېواد څه ډول افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ په ختمولو کې مرسته کولای شي.

ویناپاڼه زیاتوي چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد د حج په موقع د هغه هېواد د روغتیا وزیر فهد الجلاجل سره کتلي دي. په ویناپاڼه کې راغلي: «په دې ليدنه کې د افغانستان د روغتيايي پرسونل د ظرفيت لوړونې، د روغتيايي خدماتو په برخه کې د همکارۍ او په افغانستان کې د پوليو ناروغۍ سره د مبارزې او په مکمله توګه د ختمولو په اړه خبرې تر سره شوې.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې لاهم هغه هېوادونو دي چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي پکې په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق یونیسف دوه اونۍ وړاندې خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې سږکال بیا هم د پولیو یوه مثبت پېښه ثبت شوه، تردې وړاندې څلور نورې مثبت پېښې ثبت شوې وې.

اړوند مطالب:آیا لاهم افغانستان کې د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کیږي؟

سعودي عربستان داسې مهال افغانستان کې د پولیو ختمولو په اړه د همکاری خبره کړې، چې یو شمېر افغان کورنۍ لاهم د دیني او دودیزو انګېرنو له مخې خپلو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ واکسین نه کوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

له ځینو سره اندېښنه داده چې د پولیو یا ګوزڼ واکسین ښايي د ماشومانو دفاعي سیستم کمزوری کړي، خو ډاکټران وايي د پولیو واکسین هیڅ ډول روغتیايي زیان نه لري، بلکې نه کول یې د ماشومانو راتلونکې له خطر سره مخامخ کولای شي.