1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د غړيتوب پر مذاکراتو توافق

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

د اروپايي اتحادیې مشرانو د کال په وروستۍ سرمشریزه کې په دغه اتحاديه کې د اوکراين د شامليدو په اړه د مذاکراتو پر پېلولو توافق کړی دی، خو د هنګري لومړي وزير له کيف سره د میلياردونو يورو مرستې مخه ونيوله.

https://p.dw.com/p/4aBAp
په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو غونډه
د اروپایي ټولنې مشر چارلس ميشل وويل چې د راتلونکی کار په سر کې به له اوکراين سره د مرستو پر سر يو ځل بيا خبرې اترې کړيانځور: Omar Havana/AP/picture alliance

په دغه سرمشریزه کې چې په بروکسل کې وه، اروپايي ټولنې د اوکراين او مولداويا د غړيتوب په اړه د خبرو اترو د پيلولو پر سر توافق کړی دی، خو د جمعې په ورځ د هنګري د لومړي وزير ويکتور اوربان له خوا له کيف سره د مالي بستې د درولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د اروپايي ټولنې مشر چارلس ميشل وويل چې د اتحادیې مشران به «د راتلونکي کال په پېل کې يو ځل بيا په دې تړاو د خبرو له پاره راټول شي.»

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکيپه اتحاديه کې د غړيتوب د خبرو په تړاو د ايکس ټولنیزې شبکې له لارې ليکلي: «دا د اوکراين بريا ده. د ټولې اروپا بريا ده. دا يو داسې برياليتوب چې د الهام بخښنې او انګیزې ترڅنګ سړی تقويه کوي هم.«

له اوکراين سره د اروپايي ټولنې د مرستي مخنیوی

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان په اروپايي ټولنې کې د اوکراين د شامليدو د خبرو اترو سره هم مخالف وو، خو د پنجشنبې په ورځ یې خپل اعتراض بيرته واخيست او په دې توګه د اوکراين د غړيتوب په اړه پر مذاکراتو توافق رامنځته شو.

خو تر دې يو څو ساعته وروسته نوموړي له اوکراين سره د اروپايي اتحادیې د ۵۰ ميليارد يورو مرستې مخه ونيوله. د اوکراين د حکومت د تقویې له پاره دا مالي مرسته ډېره مهمه ده، خو پر دې توافق رامنځته نه شو.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

د خبرو اترو په پای کې د هنګري لومړي وزير اوربان د ټولنیزو رسنيو په يوه پېغام وليکل: «د شپې د خبرو اترو لنډيز دا دی چې له اوکراين سره اضافی مرسته ويټو کړل شوه.»

د اروپايي ټولنې مشر هم دا خبره تائيد کړې ده چې د هنګري د مشر د اعتراض له کبله اروپايي مشران له اوکراين سره مرستې په ګډون د بودجې د پلان په اړه توافق ته ونه رسېدل.

کيف او مسکو ته پېغام

د اروپايي اتحادیې د قوانينو پر اساس غړي هېوادونه په دې اتحاديه کې د غړيتوب پر څېر مهمو معاملو بايد د ټولو په خوښه پريکړه وکړي. د دې اصل پر اساس په تخنيکي کچه د غير حاضر اوسیدو اجازه هم شته خو د ۲۷ غړيو هېوادونو د دې اتحادیې په غونډو کې زياتره وخت يوه توافق ته د رسېدو له پاره تر نيمو شپو او حتی کله نا کله تر سهاره هم سلامشورې رواني وي.

د اروپايي ټولنې کمېسيون په نوامبر میاشت کې د اوکراين د غړيتوب په اړه د خبرو اترو د پيلولو وړاندیز کړی وو چې هنګري یې مخالف وو، خو تېره شپه د دې معاملې په اړه د بحث پر وخت د هنګري لومړی وزير ويکتور اوربان غير حاضر وو.

د بيليم لومړي وزير اليګساندر ډي کرو د ټولنیزو رسنيو له لارې وويل چې دا مسکو او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين ته يو واضح پېغام دی: «موږ اروپايان يو او داسې خلک نه يو چې اوکراين به همداسې پريږدو.»

د کړکيچ ډلې د غير دولتي سازمان يوه اوکراينی شنونکي سايمن شيګل له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د پنجشنبې پريکړې «کيف ته يو قوي پیغام استولی دی چې د يرغل پر وړاندې د جګړې سره سره د اصلاحاتو د پلي کولو هڅې د قدر وړ دي او دا چې له اروپايي اتحادیې څخه د اوکراين د ليرې ساتلو د مسکو تګلاره يوه ناسمه محاسبه ثابتيدلای شي.»

زموږ له آرشيف څخه:

په څو ساعتونو کې د ټولې اروپا لیدنه خو څرنګه؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب