1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه؛ د اوکراین د غړیتوب پر سر اختلاف

۱۴۰۲ خرداد ۲۵, پنجشنبه

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې اصلي موضوع په دغه ماموریت کې د اوکراین غړیتوب دی. د ناټو عمومي منشي او د ختیځې اروپا یو شمېر هېوادونه غواړي د اوکراین د غړیتوب ضمانت ورکړي، خو یو شمېر هېوادونه ېې مخالف دي.

https://p.dw.com/p/4ScEW
آرشیف: د ناټو د وزیرانو د غونډې انځور
آرشیف: د ناټو د وزیرانو د غونډې انځورانځور: Yves Herman/REUTERS

د ناټو د دفاع وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې غونډه وکړه: ویل کیږې چي د جون د پنځلسمې په غونډه کې د ناټو د دفاع وزیرانو یو ځل بیا له اوکراین سره پر اوږدمهاله مرستو تمرکز کوي، خو د تل په څېر تر ټولو په زړه پورې موضوع په اجنډا کې نه ده.

د ناټو یوه جګپوړي ډیپلوماټ له دې وړاندې ویلي وه چې پر دې اساسي مسئلې به خامخا غور وشي. هغه زیاته کړه وه کله چې د بروکسل په مرکز کې د ناټو د ۳۱ هېوادونو د دفاع وزیران غونډه وي، دا مسله به د غونډي په تالار کې د یوه فیل په شان ناسته وي.

ناټو: «سویډن د ترکیې شرایط پوره کړي»

اوس په کوټه کې فیل دا هغه پوښتنه ده چې کله به اوکراین د ناټو غړی شي. البته، دا غړیتوب به د جګړې په جریان کې نه وي، ځکه ټول پر دې توافق لري. که نه نو ناټو به په حتماً د جګړې یوه برخه شي.

د اوکراین د غړیتوب پر تضمین د سټولټنبرګ ټینګار

بله خوا، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په وروستیو اونیو کې په کراتو او څرګند ډول د اوکراین د احتمالي غړیتوب یادونه کړې، چې دا د ځینو غړو له پاره ګیچ کونکې ده.

پرون یې بیا خپله غوښتنه تکرار کړه. سټولټنبرګ غوښتنه وکړه چې یاد اتحاد به نه یوازې په څلورو اونیو کې د لیتوانیا په ویلنیوس کې د ناټو په سرمشریزه کې د ملاتړ او پیوستون پیغامونه واستوي بلکې هغه وویل: "موږ باید دا روښانه کړو چې د اوکراین راتلونکی په ناټو کې دی."

ډېري پوښتنې

دا په حقیقت کې کومه نوې موضوع نه ده، ځکه چې په ۲۰۰۸م کال کې په بخارست کې د ناټو له سرمشریزې راهیسې، د ناټو د غړیو هېوادونو ترمنځ د اوکراین د یوځای کېدو احتمال یوه څرګنده موضوع ده. خو په دې اړه اختلاف شته چې دا غړیتوب به کله، په نږدې یا لرې راتلونکي کې عملي شي.

آرشیف: اوکراین جګړه
آرشیف: اوکراین جګړهانځور: Ukrainian Defense Ministry Press Service/AP Photo/picture alliance

د بالتیک هیوادونه او پولنډ فشار راوړي ترڅو اوکراین د غړیتوب یوه قطعي موافقه ترلاسه کړي نه دا چې وویل شې یو وخت بلکې د جګړې وروسته سمدستي.

د ناټو لوې لويديځ هېوادونه دغه غوښتنه ردوي. امریکا، فرانسه او جرمني دا ډول ژمنې له وخته مخکې ګڼي، ځکه لا هیڅوک نه پوهیږي چې جګړه به کله او څنګه پای ته رسیږي، اوکراین به په کومو شرایطو کې له جنګه راوزی او تر ټولو مهمه دا چې اوکراین به له کوم ډول روسیې سره مخامخ شي. د پوتين روسيه د امپریالیستیو او فتحو د اهدافو سره، يا په کرملين کې د نوي مشرتابه تر واک لاندې يوه روسيه؟

اوکراین ته د جنگي الوتکو د ورکولو په اړه د بریتانیا او هالند طرحه

آلمان د امنیتي تضمین غوښتنه کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک دوې اونۍ وړاندې په اوسلو کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته وویل، له ډېرو پوښتنو سره دا روښانه ده چې «موږ د جګړې په منځ کې په ناټو کې د نوي غړیتوب په اړه خبرې نه شو کولای.»

د آلمان حکومت د دې پرځای غواړي چې اوکراین ته د جګړې وروسته امنیتي تضمین ورکړل شي، په واشنګټن او پاریس کې د برلین متحدین هم ورته پلان لري.

په هرصورت، امنیتي تضمینونه په ښکاره ډول د ناټو د غړیتوب د باوري تضمین په پرتله دومره الزامي نه دي. ځکه چې پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼل کېږي او دا د ناټو تړون بنسټ دی.