1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپا کې د انرژۍ له لوړېدونکو بيو سره د مبارزې موافقه

۱۴۰۱ مهر ۲۹, جمعه

د اروپايي ټولنې شورا مشر ويلي چې د دغي ټولني مشران تر اوږدو بحثونو وروسته د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ سره سلا شوي دي. خو د ګازو د بيو د حد ټاکلو په اړه اجماع نه ده رامنځته شوې.

https://p.dw.com/p/4IVUN
د اروپايي اتحاديې سرمشریزه
د اروپايي اتحاديې سرمشریزهانځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د اروپايي اتحادیې مشر چارلس میشل د جمعې ورځي په سهار وويل چې د اروپايي ټولنې مشران «د داسې اقداماتو په ترسره کولو سره سلا شوي» چې د انرژۍ د لوړیدونکو بيو سره به مبارزه وکړي.

د اروپايي ټولنې د ۲۷ هيوادونو مشران د يوې دوه ورځني سرمشریزې په ترڅ کې په بروکسل کې سره راټول شوي دي څو د هيوادونو ترمنځ د انرژۍ له بحران سره د مبارزې په برخه کې خپل منځي اختلافات له منځه يوسي.

په بروکسل کې روانې دې غونډې د ځينو ګډونوالو ترمنځ د اختلافاتو له کبله د جمعې تر سهار وختي دوام وکړ خو سره له دې هم د ګازو د بیو د حد د ټاکنې په اړه موافقه ونه شوه.

خو پر دې سربیره هم د اروپايي ټولنې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاین، وويل چې په غونډه کې «د انرژۍ د بيو پر موضوع د خبرو د دوام له پاره يوه جامده تګلاره» رامنځته شوه.

د ګازو بيي حد ونه ټاکل شو

د اروپايي ټولني د ۲۷ غړيو هيوادونو څخه ۱۵ يې د ګازو بیې د ګډ حد پر ټاکلو ټینګار وکړ څو په ورځني ژوند کې بیې تر کنترول لاندې وساتلې شي.

آلمان او دودیز شريک یې فرانسه د ګازو د حد ټاکنې د بحث په ترڅ کې د يو بل مخالف ول. فرانسې د اکثريت اروپايي هيوادونو سره په ګډه په اروپا کې د ګازو د بیې د يوه حد د ټاکلو پلوي وکړه او د آلمان پر صدراعظم اولاف شولڅ یې د نظر بدلولو غږ وکړ.

خو آلمان له دې ويرې د دې ډول ګام مخالفت کوي چې له دې کبله به د ګازو مخ د آسيا بازارونه ته واړلول شي او انرژۍ سپمونې ته به ليوالتيا راکم شي.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ تر بحث وروسته وويل: «موږ يووالی ترلاسه کړ.» هغه زياته کړه: «موږ دقيق پارامترونه ونومول څو د غړيو هيوادونو د انرژۍ وزيران یې په ګډه د ثابتو جزياتو په اړه د کار په موخه وکارولی شي.»

شولڅ: پوتین اروپا ته د انرژۍ د نه لیږلو په سیاست کي ناکامه دی

هغه وويل چې که چېرې د انرژۍ وزيران چې د سې شنبې په ورځ به په بروکسل کې سره وګوري، يوې موافقې ته ونه رسيږي، نو د اروپايي ټولنې د هيوادونو مشران يو ځل بيا هم سره راټوليدلای شي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په دې منځ کې وويل: «زموږ نقش د دې خبرې ډاډمن کول دي چې په اروپا کې يووالی شته او آلمان د دې برخه ده.» نوموړي د غونډې تر مخه زياته کړه: «دا به نه د آلمان او نه هم د اروپايي اتحادیې په ګټه وي چې [آلمان] ځان منزوي کړي.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې ولسشمر ايمانويل مکرون
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ او د فرانسې ولسشمر ايمانويل مکرونانځور: Olivier Hoslet/Pool EPA/AP/dpa/picture alliance

بل مشر چې د ګازو بيو له حد ټاکلو سره یې مخالفت وښود د هنګري لومړی وزير ویکتور اوربان دی – د اروپايي ټولنې د غړيو هيوادونو هغه یوازنی مشر چې په روسيه کې یې د ولسمشر ولاديمير پوتین له حکومت سره اړيکې تودې ساتلي دي.

اروپايي ټولنې د مسکو له خوا پر اروپا د ګازو قطع کولو ته غبرګون وښود

نوموړي د ټوتير له لارې ويلي چې «د ګازو د بيو د حد ټاکل داسې دي لکه سړی چې يوه بار يا مېخانې ته ولاړ شي او هلته بار چلوونکي ته ووايي چې زه غواړم بېر دی په نيمايي بيه را نیسم.»

د انرژۍ په اړه تګلاره وټاکل شوه

د غړيو هيوادونو د ځینو مشرانو ترمنځ د نظر اختلافات دومره ستر ول چې د انرژۍ د پلان په اړه پر نورو بحثونو سلا کيدل حتی په خپل ځان کې يوه لاسته راوړنه وه.

د اوس له پاره د اروپايي ټولنې کمېسیون وړاندیز کړی دی چې هيوادونه ګاز په ګډه رانيسي او داسې يو جوړ جاړی یې هم وړانديز کړی دی چې په استثنايي شرايطو کې د بیې د اصلاح کولو د ميکانیزم اجازه ورکوي.

روسیه: که د تیلو پر صادراتو مو بندیز ولګول شي، د ګازو عرضه هم بندوو

د بيلجيم لومړي وزیر الکساندر دي کروو، وويل: «ډېر کار مو په مخکې پروت دی.» نوموړي زياته کړه: «موږ يوې داسې نامعلومې ساحې ته داخليږو چې په اړه یې هیڅ تجربه نه لرو.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa, AP)