1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پمپیو: د افغانستان د سولې خبرې ښايي جنجالي وي

۱۳۹۹ شهریور ۲۱, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د قطر پلازمینې دوحې ته پر لار ویلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر به ښايي «جنجالي» وي. د پمپیو دغه څرګندوني ښيي چې د سولې بهیر ښايي ژر کومې پایلې ته و نه رسیږي.

https://p.dw.com/p/3iJnI
USA US-Außenminister Mike Pompeo
انځور: Picture-alliance/AP Photo/M. Segar

په پلان کې ده چې د شنبې په ورځ دوحه کې بین الافغاني مذاکرات تر اوږد ځنډ وروسته پیل شي. که څه هم د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تړون له مخې باید دغه خبرې اترې د همدې کال د مارچ میاشتې پر لسمه نیټه پیل شوې وای، خو دغه کار د سولې په بهیر کې د ستونزو را منځ ته کیدو له کبله وځنډید.

پمپیو د قطر پر لور د پرواز پر مهال ویلي دي: «د فبروري له ۲۹مې نیټې څخه تر دې ځایه رسیدو، له هغې ډیر وخت ونیو چې موږ یې تمه لرله. خو موږ تمه لرو چې د شنبې ورځې په سهار به په تیرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل له پاره افغانان سره یو میز ته ناست وي او چمتو به وي چې په دې اړه جنجالي بحثونه ولري چې څرنګه خپل هیواد پر مخ بوځي، تاوتریخوالی کم کړي او هغه نتیجه راوباسي چې افغانان یې غواړي او هغه یو پخلا افغانستان دی چې په کې جګړه نه وي.»

پمپیو یو ځل بیا ټينګار کړی دی چې افغانان باید خپلې ستونزې په خپل منځ کې سره حل کړي: «دا د هغوی هیواد دی چې پریکړه وکړي څرنګه پر مخ ځي او ټولو افغانانو ته ښه ژوند برابر کړي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنو پر مهال ژمنه کړې وه چې له افغانستان او عراق څخه به خپل ځواکونه باسي. له همدې کبله یې ادارې د بین الافغاني خبرو پر پیلیدو باندې ډیر ټینګار کړی دی چې له افغانستان څخه یې د ځواکونو وتلو ته لاره هواروي.

که څه هم امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د را ایستلو بهیر لا وختي پیل کړی دی، خو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، روښانه کړه چې که چیرې طالبان پر خپلو ژمنو و نه دریږي او له افغانستان څخه بیا ګواښ رامنځ ته شي، نو واشنګټن چمتو دی چې بیا خپل ځواکونه افغانستان ته واستوي.

پمپیو روښانه کړې ده چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل شرایطو او د طالبانو د ژمنو عملي کیدو پورې تړلې دي. د امریکا او طالبانو تر منځ د تړون یوه مهمه موضوع دا ده چې ترهګر به نور د افغانستان له خاورې څخه د پنټنځای په توګه استفاده نه کوي.

 پمپیو همداراز د سولې بهیر اخلالوونکو ته هم ګواښ وکړ او ویې ویل: «دا ډیره روښانه ده چې د تاوتریخوالي کچه باید د منلو وړ اندازې ته راټیټه شي.»

تمه کیږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، به هم د خبرو اترو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل