1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت په بین الافغاني خبرو کي اوربند لمړنی شرط بولي

۱۳۹۹ شهریور ۱۷, دوشنبه

د افغانستان حکومت غواړي په قطر کي د طالبانو سره د سولي د خبرو په شروع کي د اوربند پر رامنځته کیدو ټینګار وکړي. د جمهورریس مرستیال، امرالله صالح پرون یکشنبه ویلي، چي «اوربند د طالبانو لپاره لمړنی امتحان دی.»

https://p.dw.com/p/3i66O
Afghanistan Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohar

امرالله صالح دغه خبره د افغاني ټلویزوني چینل، طلوع نیوز سره په مرکه کي کړې ده. په خبره یې که « طالبان اوربند ومني، بیا نو دوی تصمیم لري، چي سوله هم وکړي.او کنه بیا یې نو خبرو ته تیار نه دي»

د سولي بین الافغاني خبري به په قطر کي شروع سي. خو د هغه دشروع کیدو وخت لا معلوم ندی. دا هم پداسي حال کي ده، چي د طالبانو هییات پرون یکشنبې د قطر پایتخت، دوحې ته رسیدلی دی. د افغانستان دپاره د امریکا متحده ایالاتو خاص نماینده، زلمی خلیل زاد تردې یوه ورځ دمخه، یعني جمعه لا دوحې ته رسیدلی ؤ.

خو بیا د افغانستان د حکوت د مذاکراتو هییات لا پرون یکشنبه په کابل کي ؤ. امرالله صالح د هغه دلیل دا راوړی، چي د بین الافغاني خبرو ټوله لوژیستیکي امادګي لا نده نیول سوې.

بین الافغاني خبري اصلآ د همدې کال په مارچ کي لا پلان سوي وې، خو د جنګونو ادامه او د بندیانو په تبادله کي شخړي د دغو خبرو د ځنډیدو سبب سوې.