1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د وتلو اعلان کوي»

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

تمه ده چې د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ له افغانستان او عراق څخه د نورو امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان وکړي. امريکا په دغو دوو هيوادونو کې په زرونو پوځیان لري.

https://p.dw.com/p/3iCgL
USA PK Trump im Weißen Haus
انځور: Reuters/L. Millis

 د فرانسې خبري آژانس په حواله، په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د نورو امریکايي عسکرو د وتلو اعلان وکړي. دغه خبره د ترمپ د ادارې يوه لوړپوړې چارواکي کې کړې ده.

د امريکا او طالبانو تر منځ د فبرورۍ مياشتې تړون پر اساس، متحده ايالات په افغانستان کې اوس مهال ۸۶۰۰ سرتيري لري.

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون په اګست میاشت کې ويلي وو چې هدف يې دا دی چې د بین الافغاني مذاکراتو سره به په افغانستان کې به د خپلو سرتيرو شمير تر پنځه زرو راښکته کړي.

ترمپ تر دې وړاندې د »اکسيوس« د انترنت پاڼې سره په مرکه کې ويلي وو چې سپينه ماڼۍ غواړي د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو څخه د مخه په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ تر منځ ته راښکته کړي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې تړون پر اساس، په افغانستان کې میشت ټول امريکايي ځواکونه باید د ۲۰۲۱م کال تر پسرلي پورې له افغانستان څخه ووځي، چې په بدل کې به يې د افغانستان خاوره هم د ترويستي اهدافو په موخه نه استعماليږي.

Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
ترمپ وړاندې ويلي وو چې په افغانستان کې به د امریکايي عسکرو شمير د ۴ زره او ۵ زرو تر منځ پورې راښکته کړيانځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

ترمپ چې په انتخاباتي نظرسنجيو کې له خپل دموکرات سیال، جو بايدن څخه وروسته دی، تر دې مخکې يې ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې میشت امريکايي ځواکونو به پر وينا يې د «د امريکا له نه ختمیدونکي جګړې» څخه خپل کور ته راولي.

په رپوټ کې زياته شوې چې سپينه ماڼۍ به د چهارشبنې په ورځ همدا ډول له عراق څخه هم د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه اعلان وکړي.

د عراق صدراعظم مصطفی الکادمي تيره مياشت په واشنګتن کې له ترمپ سره وليدل. ترمپ هغه مهال له الکادمي سره د لیدنې پر مهال ويلي وو چې امريکايي ځواکونه به له عراق څخه وځي خو کره نيټه يې نه وه ښودلې. د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړې چارواکي ويلي دي چې ولسمشر ترمپ به په دې اړه د چهارشنبې په ورځ يوه اعلاميه خپره کړي، خو نور جزئيات يې نه دي ورکړي.

امريکايي چارواکو د ۲۰۱۸م کال په پای کې ويلي وو چې په عراق کې ۵۲۰۰ امریکايي عسکر میشت دي چې دا په دغه هیواد کې د ميشتو ۷۲۰۰ تنه ائتلافي ځواکونو تر ټولو لویه برخه تشکيلوي. 

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.