1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمیمن

پر حوثي ياغيانو د امريکا او بريتانيا بريدونه

۱۴۰۲ دی ۲۲, جمعه

د امريکا او بريتانيا ځواکونو د جمعې په ورځ په يمن کې د حوثي ياغيانو پر ضد چې د ایران له ملاتړه برخمن دي، بريدونه پېل کړي دي. حوثي یاغیانو په دې وروستیو کې په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بېړیو څو بریدونه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4b9lZ
د حوثيانو ياغيانو پر وړاندې د امريکا بريد
د حوثيانو ياغيانو پر وړاندې د امريکا بريدانځور: Royal Air Force/dpa/picture alliance

امریکايي چارواکو ویلي چې د جمعې ورځې بریدونو د حوثي یاغیانو لوژیستیکي مرکزونه، د هوايي دفاع سیسټمونه او د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.

د امریکايي رسنیو په وینا، په بریدونو کې له جنګي الوتکو او توما هاک توغندیو هم کار اخیستل کېږي.


د فرانسې د خبري آژانس د خبر له مخې د یمن ډېر ښارونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي دي.

 حوثي یاغیان د ایران له ملاتړه برخمن دي او د پلازمېنې صنعا په ګډون د یمن پر لوېدېځې برخې کنټرول لري. د دغه اژانس په خبره چې، په یمن کې هوايي ډګرونه او پوځي تاسیسات د جمعې په ورځ سهار وختي د سختو هوايي بریدونو له امله ویجاړ شوي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د حوثيانو پر وړاندې د ګډو عملیاتو ستاینه کړې ده.

بایډن ویلي چې دغه بریدونه په سور سمندرګي کې پر نړیوالو کښتیو باندې د حوثیانو بریدونو ته د "متحد او پریکنده" ځواب استازیتوب کوي او دا چې متحده ایالات به د دغه اورپکې ډلې په وړاندې د نورو ګامونو اخیستلو څخه ډډه ونه کړي.

بایډن په خپل بیان کې زیاته کړې: «نن زما په لارښوونه، د متحده ایالاتو او بریتانیې پوځي ځواکونو په ګډه په بریالیتوب سره په یمن کې د حوثي ملیشو پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړل تر څو د نړۍ یو له مهمو اوبو څخه بیړۍ په اسانه سفر وکولای شي.»

نورو هیوادونو هم د دغه برید ملاتړ کړی دی

بایډن ویلي چې په دې برید کې د اسټرالیا، بحرین، کاناډا او هالنډ ملاتړ هم وو.
هغه دا بریدونه د حوثیانو بریدونو ته د "مستقیم ځواب" په توګه یاد کړي دي، په کوم کې چې په لومړي ځل د کښتۍ ضد بالستیک توغندي وکارول شول.

ولسمشر بایډن زیاته کړې: «د حوثي یاغیانو بریدونو امریکايي پرسونل، ملکي سمندري ځواکونه او زموږ همکاران له خطر سره مخامخ کړي دي. دوی نړیوالې سوداګرۍ او د سمندري تګ راتګ ازادي له خطر سره مخامخ کړې ده».


د امریکا ولسمشر همدا راز ټینګار کړی چې «دا هدفي بریدونه یو څرګند پیغام دی چې واشنګټن او متحدین به یې پر خپلو کارکوونکو بریدونه ونه زغمي او یا به دښمن عناصرو ته اجازه ورنه کړي چې د سمندري تګ راتګ پر ازادۍ اغېز وکړي.«

د بريتانيا د لومړي وزیر څرګندونې

په یوه جلا بیان کې، د بريتانيا لومړي وزیر ریشي سونک، هم د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې بريتانیا «د ځان په دفاع کې محدود، اړین او متناسب اقدام» کړی تر څو «د حوثیانو نظامي وړتیاوې کمې کړي او د نړیوالو کښتیو ساتنه وکړي».

ریشي سونک په یوه بیان کې زیاته کړه: «د نړیوالې ټولنې له پرله پسې خبرداریو سره سره، حوثي یاغیان په سور سمندرګي کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، نو له همدې کبله موږ له متحده ایالاتو سره ګډه محدود، اړین او متناسب اقدامات وکړل چې دا به د حوثي ملیشو د پوځي وړتیاو په راکمولو او د نړيوالې بارچالانۍ په محافظت کې مرسته وکړي.»

د حوثیانو مشر د غچ اخیستو خبرداری ورکړی

په ۲۰۱۴م کال کې په یمن کې د کورنۍ جګړې له پېل راهېسې حوثي یاغیان د دغه هېواد پر لویه برخه کنټرول لري. دوی وايي چې په سره سمندرګی کې یې اقدامات پر غزې د اسرائیلو د بمباریو په غبرګون کې کړي دي.

د حوثیانو لخوا چلېدونکي المیسره تلویزیون په یوه بیان کې راغلي چې د حوثیانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین العزي، ویلي چې متحده ایالات او بریتانیا به د بریدونو لپاره «درنه بیه» ورکړي.
هغه ویلي: «زموږ هیواد د امریکايي او بریتانوي کښتیو، اوبتلونو او جنګي الوتکو له خوا د پراخو بریدونو سره مخامخ شوی دی.»

په بیان کې همدا راز ویل شوي: «متحده ایالات او بريتانيا باید دې ته چمتو وي چې درنه بیه ادا کړي او د دغه ښکاره تیري له پاره جدي عواقب ولري».

د حوثیانو مشر خبرداری ورکړ چې «د امریکا د هر برید ځواب به نه یوازې د وروستيو عملیاتو په کچه له ۲۴ څخه ډیرو بې پیلوټه الوتکو او څو توغندیو سره وي، بلکې تر دې به لوی وي»

له بلې خوا سعودي عربستان په یمن کې د حوثي ملیشو پر ضد د امریکا اوبریتانیا د هوايي بریدونو په لړ کې «له زغم څخه د کار اخیستو او له تاوتریخوالي څخه د ډډه کولو» غوښتنه کړې ده.


حوثي یاغیانو په وروستیو اونیو کې د حماس تر کنټرول لاندې غزه تړانګه کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په ځواب کې په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بېړیو یو لړ بریدونه پیل کړي دي.