1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د حوثي یاغیانو پرضد تحریمونه یوه میاشت وځنډول

۱۳۹۹ بهمن ۷, سه‌شنبه

د ترمپ له خوا په تور لیست کي د حوثي یاغیانو شاملیدل او ورسره د معاملې نه کولو ممنوعیت د بایدن د حکومت له خوا د یوې میاشتي لپاره وځنډیده. دا کار د یمنیانو سره د کومک په منظور تر سره کیږي چي په ډیر خراب حالت کي قرار لري.

https://p.dw.com/p/3oQjz
Konflikte und humanitäre Krise im Jemen
انځور: Essa Ahmed/AFP/Getty Images

د بایدن حکومت پرون دوشنبه (د جنورۍ ۲۵ مه) د یمن د حوثي یاغیانو سره د معاملې نه کولو تحریم د یوې میاشتي لپاره متوقف کړ. دغه تحریمونه هغه وخت عملي سول، کله چي د ترمپ حکومت حوثي یاغیان په تور لست کي شامل کړل. خو د بشر د حقوقو سازمانونو دغه تحریمونه د یمن خلګو ته د کومک رسولو ممناعت او په دغه هیواد کي د بشري حالت نور خرابیدل وبلل او د هغو په مقابل کي یې اعتراضونه وکړل.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزارت اوس اعلان کړی دی، چي له حوثي یاغیانو سره معاملات به د فبرورۍ تر ۲۶ مي، نیمي شپې پوري اجازه ولري. خو په هغو کي هغه مالونه او محصولات چي وختي ضبط سوي دي، نه شاملیږي.

دا اقدام تر هغه وروسته ترسره شوی چې د بایدن له خوا د خارجه وزارت لپاره نومول سوي وزیر، انتوني بلینکن اعلان وکړ چې «په تور لست کي د حوثي یاغیانو د شاملیدلو پر موضوع باندي به د سره غور وکړي او په یمن کي د سعودي عربستان د حملو څخه به نظامي ملاتړ متوقف کړي.»

Ex-US Präsident Donald Trump
انځور: Alex Edelman/AFP/Getty Images

د امریکا پخواني جمهوررئیس، دونالد ترمپ د سعودي عربستان، خصوصاً د ایران سره د مخالفت په موضوع کي ډیره نژدې همکاري درلودل او په همدې لاره کي یې د خپلې دورې په وروستۍ ورځ، یعني د همدې کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۹ مه حوثي یاغیان، چي د ایران ملاتړ ورسره دی، د ترهگرو په لست کي شامل کړل.

د هغه راهیسي چي سعودي عربستان د ۶ نورو عربي هیوادو په همکارۍ د حوثي یاغیانو پرضد او یمن د رسمي دولت په طرفداری جنګ شروع کړ، تر اوسه پوري په لسهاوو زره انسانان وژل سوي او په میلیونو نور مهاجر سوي دي.