1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوه

۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبه

پاکستان کې روغتیايي چارواکو د جمعې پر ورځ خبر ورکړی، چې روان کال کې په دغه هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو لومړنۍ پېښه ثبت شوه.

https://p.dw.com/p/4dnVu
پاکستان کې د پولیو واکسین، د ارشیف انځور
پاکستان کې د پولیو واکسین، د ارشیف انځورانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

پاکستان کې د ماشومانو د ګوزڼ سره د مبارزې د دولتي پروګرام مشر ویلي، چې دغه ویروس د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان ايالت کې یو دوه نیم کلن ماشوم فلج کړی دی. په دغه هېواد کې د تېرو دوو کلونو په جریان کې د پوليو ويروس د ابتلا لومړۍ پېژندل شوې پېښه ده.

ګوزڼ یوه ساري یا خپرېدونکې ناروغي ده، چې په ځانګړي ډول ماشومانو کې د دایمي فلج او آن مړینې سبب ګرځي. ویل شوي، دا ویروس د ککړو اوبو له لارې انتقالېږي او تر دې دمه یې درملنه ناشونې ده. د پولیو ویروس په ډېرو هېوادونو کې د واکسیناسیون د کمپاینونو له لارې له منځه وړل شوی دی.

اړوند: پاکستان: د واکسیناتورانو د ټیم شپږ ساتونکي وژل شوي

پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې پکښې د دغه ويروس د وحشي ډول د ابتلا پېښي پکښې رامنځته کيږي.د رسمي معلوماتو له مخې، تېر کال د دغې هېواد په شمال لویدیځ کې افغانستان سره نیږدې سیمو کې شپږ پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان کې د دغې ويروس سره د مبارزې له پاره پیل شوي حکومتي اقدامات له تاوتریخوالي سره مخ کېږي. د پولیو د واکسیناسیون ډلګۍ زيات وختونه تر برید لاندې راځي، چې ډېرې یې وژنکې هم وي. د پولیو واکسینو ته ډېر کله ځینې اسلامپالې وسله والې ډلې د غرب د هغې وسیلې په توګه ګوري، چې د دوی په ټکو مسلمانان شنډوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل