1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

پاکستان د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی

۱۴۰۱ بهمن ۲۴, دوشنبه

پاکستان ته له ګاونډي هېواد افغانستان څخه د پوليو ويروس د انتقال شواهدو تر موندل کیدو وروسته دغه هېواد د میليونو ماشومانو د واکسينولو کمپاين پيل کړی دی. د دې کمپاين په ترڅ کې به تر ۶ ميليونه ډېر ماشومان واکسين شي.

https://p.dw.com/p/4NOnO
د پوليو دې تازه کمپاين په ترڅ کې به تر ۶ ميليونه ډېر ماشومان واکسين شي
د پوليو دې تازه کمپاين په ترڅ کې به تر ۶ ميليونه ډېر ماشومان واکسين شيانځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د پاکستان د روغتيا ملي انستيتويت تېره مياشت په لاهور ښار کې د پوليو د هغه ويروس موندل تائيد کړي ول چې له جنيتکي پلوه د ۲۰۲۲م کال په نوامبر میاشت کې په ننګرهار کې د پوليو له موندل شوي ويروس سره تړاو لري. 

د روغتيا وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي ول: «دا له يوه کال څخه په ډېره موده کې د سرحدونو ترمنځ د [ويروس] د انتقال لومړی ثبوت دی.»

اړونده موضوع:په خيبر پښتونخوا کې ولي د پوليو ناروغي بيرته پر ډېريدو ده؟

د پوليو يا ګوزن ضد واکسين په دې پنځه ورځني کمپاين کې به په ۳۹ سيمو کې تر ۶ میليونو ډېرو کوچنيانو ته چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د پولیو څاڅکي ورکړل شي. په نورو ۳۰ سيمو کې به هم قسمي کمپاينونه ترسره شي چې د افغانستان پولې ته څېرمه سيمې، د افغان مهاجرو کمپونه او د ملتان ښار په سویل کې سيمه شامله ده چې ډېره له خطر سره مخ ده.

د پاکستان د روغتیا وزير عبدالقادر پتېل وويل چې د پوليو ويروس د وحشي شکل شتون چې په افغانستان کې د موجود ويرس سره تړاو لري، د دې ثبوت دی چې ويروس هم له خلکو سره له يوې سيمې څخه بلې ته حرکت کوي.

اړونده موضوع:د ګیټس خیریه بنسټ لخوا د پولیو سره د مبارزې لپاره د ملیاردو ډالرو مرسته

نوموړي وویل: «د پولې هرې غاړې ته د پوليو د ويروس شتون د دواړو هېوادونو ماشومانو ته ګواښ دی. يوازې د پولیو څاڅکو تکراري دوزونه د ټول عمر محافظت تضمين کولی شي.»

تېره اوونۍ په لاهور کې له دوو مختلفو ځایونو کې اخيستل شويو چاپيريالي نمونو کې د پوليو ویروس وحشي ډول موندل شوی وو.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو يو څو هېوادونو کې شامل دي چې اوس هم پکې د پوليو پېښې رامنځته کيږي.

په پاکستان کې په ۲۰۲۱م کال کې د پوليو يوازې يوه پېښه ثبت شوې وه خو په ۲۰۲۲م کال کې یې بيا شمير ۲۰ ته رسېده چې ټولې يې په خيبر پښتونخوا ایالت کې وې.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: