1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د پوليو واکسيناتورانو ساتونکی پوليس وژل شوی

۱۴۰۱ آبان ۳, سه‌شنبه

په پاکستان کې د سه شنبې په ورځ د پولیو واکسين کمپاین پر مهال يو پوليس وژل شوی دی. پېښه په بلوچستان ایالت کې رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4IfLz
Unicef South Asia report
انځور: © UNICEF/UN0353280/Shah

په پاکستان کې د سه شنبې په ورځ د پولیو واکسين کمپاین پر مهال يو پوليس وژل شوی دی. پېښه په بلوچستان ایالت کې رامنځته شوې ده.

د آلمان د خبري آژانس »‌ډي پي ای« د خبر له مخي، دغه پوليس د پولیو واکسين د تطبيق پر مهال د واکسيناتورانو د ساتني له پاره گمارل شوي وو، چې کور په کور گرځي او ماشومانو ته د پولې څاڅکي ورکوي. ویل شوي چې وسله وال کس په تيښته بریالې شوی دی.

په پاکستان کی د پوليو واکيسناتوران تل له خطر سره مخامخ وي. د پوليسو په حواله دا پيښه په بلوچستان ايالت کي رامنځ ته شوي ده. تر اوسه چا د برید پړه نه ده منلې.

له ۲۰۱۲م کال راهيسي په ټوله کې ۵۵ تنه واکسيناتوران وژل شوي دي. له دې ډول بریدونو څخه یې د زياترو مسئوليت په القاعده شبکې پورې تړاو لرونکو مليشو ور اچول کيږي.