1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د لومړي ځل له پاره د مصنوعي باران تجربه وکړه

۱۴۰۲ آذر ۲۵, شنبه

پاکستان د شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۶مه) د لومړي ځل له پاره د هوا ککړتیا سره د مبارزې په موخه د مصنوعي باران تجربه ترسره کړه. د لاهور ایالتي حکومت وويل چې دغه تجربه ېې په دغه ښار کې ککړې هوا سره د مبارزې په موخه ترسره کړې.

https://p.dw.com/p/4aFNU
د آر شیف انځور - لاهور د نړۍ د تر ټولو ډېرې ککړې هوا لرودونکو ښارنو څخه یو ګڼل کیږی
د آر شیف انځور - لاهور د نړۍ د تر ټولو ډېرې ککړې هوا لرودونکو ښارنو څخه یو ګڼل کیږیانځور: Rana Sajid Hussain/Pacific Press/picture alliance

دا لومړی ځل دی چې پاکستان د مصنوعي باران تجربه کوي. د ورېځو پر تولیدونکو موادو سمبالو الوتکو د لاهور ښار د لسو برخو په سر پروازونه وکړل او دغه تجربه ېې ترسره کړه. لاهور اغلب د نړۍ یو له تر ټولو ککړې هوا لرونکو ښارونو څخه شمېرل کيږي.

د لاهور ښار د هوا په ککړتیا کې تر ډېره زهرجن ګاونه رول لوبوي کوم چې د ژمي په موسم کې د دغه ښار څه باندې ۱۱ ميلیونه اوسیدونکو ته په ځانګړې توګه د سږو ناروغيو ستونزې راولاړولی شي.

د پاکستان موقت مشر وزير پر دغه اقدام خوښي څرګنده کړې او شکر يې ادا کړی:

 د پنجاب مشر موقت وزير، محسن نقوي وويل چې دغه «ډالۍ» د عربي متحده اماراتو له خوا چمتو شوې ده. هغه په دې هکله رسنيو ته وويل: «له عربي متحده اماراتو څخه ټيمونه له دوو الوتکو سره، لس دولس ورځې مخکې دلته رارسېدلې ول. دوی ۴۸ پيلوزې يا مشعلونه وکارول تر څو باران توليد شي.»

نقوي زیاته کړه چې دغه ټيم به تر شپې پورې معلومه کړي چې دغه «مصنوعي باران» څه اغيزه درلودلې ده.

عربي متحده امارت مخ په ډېريدونکي توګه د وريځو له توليدونکو موادو څخه چې دغې طريقې ته مصنوعي باران هم ويل کیږي، کار اخلي تر څو ېې په خپله وچه سیمه کې باران تولید کړی وي.

(AFP)mks/mns

له آرشیف څخه (30.08.2022): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل