1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دهوا ککړتیا: د جبران خسارې د ورکولوغوښتنه

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د جرمني د اقلیمي مرستي سازمان د اروپا له محکمې څخه اتباعو ته د ککړي هوا څخه رامنځته سوو خساراتو له کبله د جبران خسارې پر ورکولو باندي د یوه اساسي حکم د صادرولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4LJbP
Bangladesch Dhaka Luftverschmutzung
انځور: Mustasinur Rahman Alvi/Zumapress/picture alliance

د دغه سازمان رئیس، یورګین رېش امیدواري ښکاره کړې چي محکمه به د خلګو خواته ودریږي او تر هغه وروسته به د دولتونو په مقابل کي لا ښه وسایل په اختیار کي ورکړي. 

د اروپا محکمه نن پنجشنبه تصمیم نیسي چي ایا اتباع د دولت څخه جبران خساره اخیستلای سي، په هغه صورت کي چي څوک د ککړي هوا څخه مریض سوی وي.

د اروپا په محکمه کي د دغي پروسې د شروع کیدو دلیل د پاریس د یوه اوسیدونکي دعوه وه چي د فرانسې د دولت څخه یې د ۲۱ ميلیونو یورو جبران خسارې غوښتنه کړې وه.