1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په څو ښارونو کې برېښنا نه شته

۱۴۰۱ بهمن ۳, دوشنبه

د دوشنبې په سهار په پاکستان کې د برېښنا په مزو کې د خرابۍ له کبله زیاتره ښارونه په تیاره کې ډوب ول. اسلام آباد، کراچۍ، لاهور او پېښور په شان سترو ښارونو کې برېښنا قطع شوې ده.

https://p.dw.com/p/4MZcA
Pakistan Stromausfall in Karatschi
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د برېښنا د وېش سیستم پېچلی دی او د برېښنا شبکې په یوه برخه کې ستونزه کیدای شي په ټول هیواد کې د برېښنا نظام ګډ وډ کړي.

په تیرو دوو کلونو کې څو ساعتونو په ټول هیواد کې د بې برقۍ ستونزه د دوشنبې په سهار اووه نیمې بجې د برېښنا په عمومي شبکه کې د ستونزې له کبله رامنځ ته شوې.

د پاکستان د انرژۍ وزارت د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د لومړنیو رپوټونو له مخې د سهار په ۷:۳۴ دقیقو د برېښنا د مرکزي شبکې سیستم فریکونسي راکمه شوه چې د برېښنا په نظام کې لویه ګډوډي رامنځ ته شووه. زیاته شوې ده چې د سیستم د بیا فعالیدو له پاره په چټکۍ سره کار روان دی.

د پاکستان د انرژۍ وزارت په وینا د برېښنا د ترمیمي چارو کار روان دی او د اسلام آباد او پېښور په ځینو برخو کې بیا برېښنا فعاله شوې ده.

د کراچۍ بندري ښار چې تر ۱۵ میلیونه زیات نفوس لري او همداشان لاهور چې تر لسو میلیونو زیات کسان پکې ژوند کوي برېښنا پکې لا نه ده فعاله شوې.